د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسیون رئیسه فوزیه کوفي وايي، د ښځینه پولیسو د پیاوړتیا لپاره‌یې یو پروګرام پيل کړی دی.

اغلې کوفي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې یو کمېسیون په دې اړه کار کوي او د دغو ښځینه پولیسو د ستونزو په کمښت تمرکز لري.

نوموړې زیاته کړه:

"په ټول افغانستان کې د ښځینه پولیسو ستونزې سره مشابه دي، د اوسېدو د مناسب ځای، وظیفوي خوندیتوب، لوړو پوستونو او رتبو نشتوالی دا ټولې ستونزې دي چې موږ یې د کمولو او حل په هڅه کې یو."

فوزیې کوفي همداراز وویل چې هیله لري څو د افغانستان د کورنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ کې د ښځینه پولیسو لپاره د ښارګوټي د جوړولو په برخه کې جدي ګامونه واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG