د لاسرسي لېنکونه

د کندهار دوه لکه اویا زره زده‌کوونکو ته د اړتیا برابر درسي کتابونه د یوه ملي سوداګر په مالي مرسته له مرکز څخه دې ولایت ته انتقال شول.

د تعلیمي کال د پیل څخه تر شاوخوا یوې نیمې میاشتې تېرېدو وروسته د کندهار ښوونځيو دوه لکه اویا زره زده‌کوونکو ته د یوه ملي سوداګر په مالي مرسته کتابونه ورسېدل.

د کندهار د پوهنې سپرست رئیس محب‌الله قادري خبریالانو ته وویل چي په مرکز کابل کې د کندهار ښوونځیو په نوم دوه میلیونه جلده چاپ شوي کتابونه د ځینو ستونزو په خاص ډول ترانسپورټي مشکلاتو په وجه د انتقال څخه بند پاتې و.

د قادري په وینا د حاجي حکمت‌الله ښادمن په نوم يوه ملي سوداګر د دوه لکه اویا زره زده‌کوونکو کتابونو د را انتقالولو لګښت ورکړی چې نېږدې دوه میلیونه افغانۍ کېږي.

د یادو کتابونو رسېدو سره به تر ډېره د کندهاري زده‌کوونکو ستونزې هوارې شي.

د یادو کتابونو رسېدو سره به تر ډېره د کندهاري زده‌کوونکو ستونزې هوارې شي.

هغه زیاته کړه:

"د دغه دوه سوه اویا زره زده‌کوونکو کتابونه به موږ ډېر ژر په هغه ښوونځیو کې ووېشو چې عاجل ضرورت وي او زده‌کوونکي يې هېڅ کتاب ونه‌لري."

د پوهنې سپرست رئیس هیله ښيي چې په مرکز کې پاتې نور کتابونه هم ژر تر ژره انتقال شي.

ازادي راډیو په تېره یوه نیمه میاشت کې د زده‌کوونکو د کتابونو د دغې اړتیا او دغه‌راز له مرکز څخه کندهار ته د کتابونو د نه انتقال په اړه څو پرله‌پسې راپورونه خپاره کړل.

حاجي حکمت‌الله ښادمن وايي چې د زده‌کوونکو دغه مهمې اړتیا ته‌يې په کتو د کتابونو په انتقال کې همکاري وکړه.

په ورته وخت کې د کندهار یو مدني فعال عبدالسميع غيرتمل د بنسټيزو ستونزو د هواري په برخه کې د سوادګرو دا ډول هڅې د ستاينې وړ بولي.

تر دې مخکې د پوهنې وزارت چارواکو په نویو چاپ شویو کتابونو کې د چاپي غلطیو یادونه کوله خو اوس چې دغه کتابونه د کندهار د پوهنې سیمه‌ییزو چارواکو تر لاسه کړي وايي چې دغه چاپي غلطۍ زده‌کوونکو ته د مطالعې پر مهال ستونزې نه‌شي پېښولای.

راپور: محمدصادق رښتینی

http://pa.azadiradio.com/a/28039766.html

http://pa.azadiradio.com/a/27971840.html

http://pa.azadiradio.com/a/27971569.html

XS
SM
MD
LG