د لاسرسي لېنکونه

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف چې په یمن کې د یاغیانو په وړاندي جنګېږي وایي، ددوی یوې جنګي الوتکي په یوه ناسم هدف کې د یوې جنازي مراسم په نښه کړي چې تر ۱۴۰ ډېر کسان پکې وژل شوي دي.

ایتلاف وایي، د دې پېښي په تړاو به انضباطي اقدامات کېږي.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف تحقیقاتي ټیم نن ویلي چې دا برید د ایتلاف د اصولو او جنګي مقرراتو پر خلاف او د ناسمو معلوماتو په نتیجه کې شوی دی.

دغه حمله د اکتوبر پر اتمه د یمن په پلازمېنه صنعا شوې وه چې د سعودي عربستان د نږدې لوېدیځو پلویانو په ګډون په نړیواله سطح یې سخت انتقادونه راوپارول.

سپیني ماڼۍ پرون ویلي د دغه ایتلاف څخه د خپل ملاتړ په اړه بیا غور کوي.

ویل کېږي واشنګټن په ځانګړي ډول له دې کبله خپه دی چې په یمن کې د روغي جوړې پروسې ډیر مهم کسان د دغې پيښي په قربانیانو کې شامل دي.

یوه لوړ پوړي امریکایې چارواکي پرون ویلي چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف سره د امریکا ټولي مرستي تر غور لاندي دي چې په هغه کې استخباراتي، لوجستیک او د سون موادو مرستي شاملي دي.

د امریکا متحد ایالتونو سعودي عربستان او د فارس په خلیج کې د عربستان ملاتړیو هېوادو ته د سل میلیارډه ډالرو په ارزښت وسلې هم ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG