د لاسرسي لېنکونه

د بلخ د پولیسو له اکاډمۍ څخه نن ۱۵۰ تنه ساتنمنان فارغ شول.

د دغه ولایت د پولیسو اکاډمۍ قوماندان محمد یوسف نظري ازادي راډيو ته وویل چې د دغو افسرانو په منځ کې درې ښځې هم شاملې دي.

ښاغلي نظري وویل چې یاد افسران به د هېواد په ۹ شمالي ولایتونو کې په دندو وګمارل شي.

نوموړي همدارنګه وویل چې دا مهال د بلخ د پولیسو په اکاډمۍ کې له ۵ سوو څخه ډېر پولیس په زده کړو بوخت دي چې د یوې میاشتي په اوږدو کې به فارغ شي.

XS
SM
MD
LG