د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

سره میاشت: روانو جګړو یو میلیون کسان بېځایه کړي


د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي چې په افغانستان کې نږدې يو میلیون وګړي د نا امنیو له امله بې ځایه شوي او له سختو ستونزو سره مخامخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.​

د دغې ټولنې مسؤلین وايي، جنګ، ناامني، ماینونه، پوځي عملیات او د ځینو لارو بندوالی هغه لویې ننګونې دي چې اړو خلکو ته د مرستو رسولو لړۍ یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې ده.

دغه څرګندونې د سرې میاشتې ټولنې مسؤلینو د شنبې په ورځ په کابل کې د سرې میاشتې اوونۍ د پېل په مراسمو کې وکړې.

د سرې میاشتې د پېښو د ادارې مسؤل عبدالرحمن کلانتري وایي، له ټولو ستونزو سره سره دوی اړو خلکو ته د مرستو رسولو لپاره ځانګړی چمتووالی لري.

هغه زیاته کړه:

"نږدې يو میلیون وګړي د جنګونو له وجې بې ځايه شوي چې دا په هېوا کې يوه لویه کتله ده،خو په دې برخه کې په جدي توګه کار روان دی، موږ ځانګړي پلانونه لرو او هڅه کوو چې کوم ناورین رامنځته نشي په ټوله کې موږ پوره تدابیر لرو."

د سرې میاشتې ټولنه د جنګ له ښکېلو اړخونو غوښتنه کوي چې په ملکیانو او عامه ځایونو بریدونه ونه کړي او د دوی ټیمونو ته اجازه ورکړي چې اړو خلکو ته مرستې ورسوې.

دا په داسې حال کې ده چې د ورستیو جنګونو له امله زرګونه کورنۍ په کندز کې اړ شوې چې خپلې کورنۍ پریږدي، همدارنګه د راپورونو له مخې له فراه او هلمند ولایتونو هم زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

دغه بې ځایه شویو کورنیو له افغان حکومت او مرسته کوونکو ادارو غوښتي ترڅو له دوی سره مرستې وکړي.

په همدې حال کې د سرې میاشتې د ټولنې سرپرست رئیس ډاکټر میرویس اکرم د دې ټولنې د اوونۍ د پیل په مراسمو کې وویل چې په دې هېواد کې بې ثباتي او نا امنۍ زیاتره افغانان له ستونزو سره مخ کړي او مرستې ته یې باید ودانګل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه موږ په داسې حالت کې ژوند کوو چې، د دوامداره بې ثباتۍ سره مو عادت کړی دی او مختلفو اسانتیاوو او مرستو ته اړتیا لرو،زموږ مرستې هغه وخت اغېزمنې ثابتېږي چې زموږ مرستندویان زموږ سره مرستې وکړي، ترڅو موږ وتوانېږو په خلاص زړه او ډک جیب خلکو سره مرستې وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې چارو ته د رسېدګۍ په برخه کې د دولت وزیر ویلي و چې د نا امینو له امله بې ځایه شویو کورنیو ته دې بېړنې مرستې ورسول شي.

هلمند کې ګڼ شمېر کسانو خپلې سیمې د جګړې له وېرې پریښي.
هلمند کې ګڼ شمېر کسانو خپلې سیمې د جګړې له وېرې پریښي.

محمد قاسم حیدري ازادۍ راډيو ته ویلي چې دوی خپله پاملرنه تر ډېره د نا امنیو له وجې بې ځایه شویو کورنیو ته اړولې.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG