د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

کارپوهان: د سیاسي او جهادي مشرانو د ناستو دوام به ګټور وي


د چارو یو شمېر کارپوهان له جهادي او سیاسي شخصیتونو سره د حکومتي مشرانو وروستۍ لیدنه ګټوره بولي، خو وایي چې دا ډول غونډې باید پخوا تر دې را بلل شوي وای.

په افغانستان کې د ناکراریو او نا خوالو دوام حکومتي مشران اړ کړل څو د حل لپاره یې د سیاسي او جهادي مشرانو غونډه را و بولي.

یاد کارپوهان وایي، حکومت له ژمني سره سم په تېرو دوو کلونو کې د ملي اجماع په را بللو کې ناکامه و او ټینګار کوي چې له کورنیو ستونزو د خلاصېدو یوه لار پر مهمو ملي مسایلو له مطرحو شخصیتونو او خلکو سره د خبرو او مشورو دوام دی.

د پوهنتون استاد او کارپوه انتظار خادم له مشرانو سره د حکومتي چارواکو وروستۍ غونډه بې ساری اقدام بولي، خو وایي چې موجوده ستونزې په یو ځل لیدو نه حلېږي.

خادم: موجوده ستونزې په یو ځل لیدو نه حلېږي.
خادم: موجوده ستونزې په یو ځل لیدو نه حلېږي.

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان ستونزه تر هغه حده پېچلې او څو اړخیزه ده چې یوه ناسته یې حل کولای نشي بلکې متداومه او له حقانیته ډکې ناستې او هغه تعهد چې د څو ډلو تر مځ کېږي، هغه باید په حقیقت بدل شي."

ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ د پخواني او اوسني حکومت له مشرانو، سیاسي شخصیتونو او جهادي رهبرانو سره و کتل.

د جمهوري ریاست د ویب پاڼې له مخې د دغې غونډې هدف پر مهمو موضوعګانو لکه امنیت، سوله، اقتصادي ودې او داسي نورو برخو خبرې اترې وې.

د ارګ ویب پاڼه یادي غونډې ته د ولسمشر د وینا یوه برخه کې لیکي چې ویلې یې دي، د افغانستان ثبات تل د سیاسي، دیني او ټولنیز قشر او د جهادي او ملي مشرانو په یووالي پورې تړلی دی.

دا هغه مسئله ده چې کارپوهان یې په کور دننه د چارو پر وړاندې د یوه واحد لید لوري او نظر د رامنځ ته کولو لپاره د ولسمشر د وروستیو هڅو نتیجه بولي.

که څه هم ولسمشر د دا ډول غونډو پر دوام ټينګار کړی او له دې وړاندې یې هم پر ملي مسایلو له مشرانو سره کتلي، خو بل کارپوه قیس محمدي انتقاد کوي چې د ملي وحدت حکومت کورنۍ اجماع ته لکه څنګه چې تمه یې کېدله، پام نه دی کړی.

محمدي: افغان حکومت کورنۍ اجماع ته لکه څنګه چې لازمه ده پام نه دی کړی.
محمدي: افغان حکومت کورنۍ اجماع ته لکه څنګه چې لازمه ده پام نه دی کړی.

هغه زیاته کړه:

"دغه ملي اجماع له نړیوالې اجماع نه هم ضروري ده، د دې لپاره چې د افغانستان بهرني مشکلات دومره زیات نه دي لکه څومره چې یې کورنۍ ستونزې زیاتي دي، تر هغو چې له افغانستان څخه ملت جوړ نشي او دا ډلګۍ وي، نو مشکله ده چې دا ستونزې حل شي."

خو ښاغلی محمدي په سیمه ییزه او نړیوال اجماع کې د ملي وحدت حکومت لاسته راوړنې د پام وړ بولي.

خو د نوموړي ټینګار دا دی چې افغان حکومت باید نړیوالې ټولنې ته د خلکو او بېلابېلو ډلو د سیاسي مشارکت په برخه کې قناعت ورکړي تر څو د ده په خبره نړیوال ملاتړ یې لا زیات شي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG