د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

افغانستان د نومبر تر پایه له اروپا او کسپین بحیرې سره وصلېږي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د نومبر میاشتې تر پایه به افغانستان د لاجوردو له لارې له اروپا او کسپین بحیرې سره ونښلول شي.

د یاد وزارت ویاند وايي، په اقتصادي او ټرانزیټي بدیلو لارو کار روان دی او خلک به ډېر ژر د سیمې د هېوادونو تر منځ د حیاتي اقتصادي دهلیز د رامنځ ته کېدو شاهدان وي.

مسافر قوقندي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د قیر شوي سړک تر څنګ راتلونکې میاشت د ریل ګاډي پټلۍ پرانیستل کېږي تر څو پر دې لارې د لېږد رالېږد پروسه عملاً پیل شي.

مسافر قوقندي
مسافر قوقندي

هغه زیاته کړه:

"دوست هېواد ترکمنستان هڅه وکړه هغه د اوسپنې پټلۍ چې پخوا د هرات تر تورغونډۍ غځېدلې وه یوبل خط له ترکمنستان څخه د فاریاب تر اقینې بندره هم وغځوي، نو د لاجوردو لار د اوسپنې پټلی هم د نومبر میاشتې تر اخره د افغانستان او ترکمنستان د جمهورو رئیسانو او د دولسو څخه د ډېرو نورو هېوادونو د مېلمنو لخوا د فاریاب د اقینې په بندر کې پرانیستل کېږي."

ښاغلی قوقندي وايي، ترکمنستان هڅه کړې چې د سړک تر څنګ د ریل پټلۍ هم د فاریاب د اقینې تر بندره وغځوي کومه لار چې وروسته بیا افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې سره وصلوي.

د سوداګرۍ وزارت وايي، تمه ده چې په راتلونکو لسو کلونو کې میلیونونه ټنه مواد د افغانستان، سیمې او نړۍ د هېوادونو تر منځ له همدې لارې تبادله شي.

د لاجوردو لار ځانګړی تاریخي اهمیت لري چې ۲۰۰۰ کاله د مخه د افغانستان لاجورد له همدې لارې د اروپا تر بازارونو وړل کېدل.

دا لار د افغانستان د تورغونډۍ او فاریاب له اقینې بندرونو پیلېږي د ترکمنستان د باشي بندر، د اذربایجان د باکو او د ګرجستان د تفلیس څخه تېره تر ترکېې او بیا ازادو اوبو ته رسېږي.

د اقتصادي چارو څېړونکی اعتبار خان ځدراڼ وايي چې د لاجوردو لار د دې تر څنګ چې په یوه یا دوه لارو د افغانستان اتکا کموي ډېرې اقتصادي او معنوي ګټې هم لري.

هغه زیاته کړه:

"دا ډېره ساده او لنډه لار ده په همدې ډول دا یوه ډاډمنه او خوندي لار هم ده په دې معنا چې موږ د لارې په اږدو کې هم سړک او هم د ریل ګاډي پټلۍ لرو کومه چې ډېره لنډه تمامېږي، له دې سره به له هغه انحصاره خلاص شو چې موږ د ځينو هېوادونو لاندې راغلي یو."

دا په داسې حال کې ده چې له کلونو راهیسې د افغانستان ډېره اتکا په ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ایران وه، خو په دې وروستیو کې د چابهار بندر پرانیستل کېدل، د ترکمنستان او قزاقستان له لارې د چین سره له وصلېدو او ځينې نورو لارو دا اتکا کمه کړې ده.

له دې وړاندې جمهور رئیس غني ویلي چې په راتلونکي کې به د کابل لویه سوداګریزه راکړه ورکړه د لاجوردو په لار وي، خو ویلي یې دي چې د افغان حکومت دا هڅې د چا سره د اړیکو پر ضد نه بلکې د سیمې په ګټه دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG