د لاسرسي لېنکونه

سپینه ماڼۍ پر دې غور کوي چې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي یاغیانو پر ضد ایتلاف، ملاتړ وکړي.

تر دې مخکې امریکا د سعودي عربستان په مشرۍ د دې ایتلاف له ملاتړ څخه وروسته تر هغه لاس اخیستی و چې په دې جګړه کې په سلګونو ملکیان ووژل شول.

یوه جګپوړي امریکایي چارواکي پرون وویل چې امریکا د سعودي عربستان په مشرۍ له ایتلاف سره پر خپلو ټولو مرستو بیا غور کوي چې په دغو کې د استخباراتو په برخه کې، د لوژیستیک په برخه کې او د سون د موادو په برخه کې مرستې شاملې دي.

د امریکا متحد ایالتونو سعودي عربستان او د فارس په خلیج کې د عربستان ملاتړیو هېوادو ته د سل میلیارډه ډالرو په ارزښت وسلې هم ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG