د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

افغان کډوالو جرمني کې د کرکټ وده کې پراخه ونډه اخیستې


افغان پناه غوښتونکو په جرمني کې د کرکټ په وده کې پراخه ونډه اخیستې ده.

د جرمني د کرکټ فدرایسیون ویلي د دغه هېواد په ملي ټیم کې د جنوبي اسیا په خاصه توګه افغانستان لوبغاړي شامل دي او په ټول هېواد کې یې له کرکټ سره لېوالتیا خورا زیاته کړې ده.

جرمني چې ټول ځوانان او زاړه یې له فوټبال سره بې انتها مینه لري اوس د کرکټ لېوالتیا هم پیدا کړې او په خورا چټکۍ دا لوبه په دغه هېواد کې مخ پر ودې ده.

د کرکټ په دغه پرمختګ کې هغه افغان کډوال پراخه ونډه لري چې جرمني ته په قاچاقي لارو ورغلي او اوس د پناه اخیستو په لټه کې دي.

یو له دغو ځوانانو چې په جرمني کې یې د کرکټ د ودې لپاره کار کړی او اوس وخت په «کلن» ښار کې د کرکټ د لوبډلې مشر دی همدرد دی.

دی وايي چې د کرکټ په خاطر دوی ته دولت پام کړی دی او ډېرې ستونزې یې هوارې شوي دي.

هغه زیاته کړه:

"له پنځو کلونو وروسته زه موفق شوم چې د نولس کلنو ټیم کپټن شم او دا ټیم مخکې بوځم، دې ټیم له جوړېدو سره ډېر امکانات راته برابر شوي دي، موږ ته اسانتیا برابره شوه چې د ژبې درس ووایو، ښوونځی ووایو، کار وکړو او ټیم مخته یوسو."

د همدرد په خبره یوازې په کلن ښار کې شاوخوا دوه سوه افغان لوبغاړي په رسمي ټیمونو کې د کرکټ لوبه مخکې بیايي او ورځ تر بلې د دې لوبې مینه وال زیاتېږي.

همدرد وايي، د جرمني په ملي ټیم کې څلور افغان لوبغاړي هم لوبې کوي او د دې ټیم په پرمختګ کې یې ستر رول لوبولی دی.

دا لومړی ځل دی چې څلور افغان ځلمیان د یوه بهرني هېواد په ملي ټیم کې لوبې کوي.

د معلوماتو له مخې اسدالله،عاصم ځدراڼ او کاکاجان وطندوست هغه افغان لوبغاړي دي چې د جرمني په ملي ټیم کې شامل دي.

اخوا د جرمني د کرکټ فدراسیون رئیس براین مانټیل فرانس پریس اژانس ته ویلي چې کرکټ ډېره وده کړې ده او په دې پرمختګ کې افغان کډوال لویه برخه لري.

کرکټ وروسته له هغه په جرمني کې پرمختګ پیل کړ چې د دغه هېواد صدراعظمې تېر کال د شاوخوا یو میلیون کډوالو د منلو اعلان وکړ او د دغو کسانو تر منځ زرګونه ځوانان او د کرکټ مینه وال هم شامل و.

د جرمني کرکټ ملي ټیم لا نړیوال کرکټ نه دی لوبولی او دویم ډیویژن لوبوي خو د کرکټ فدرایسیون چارواکي یې هیله څرګندوي چې وکولای شي لومړی ډیويژن او بیا نړیوالو لوبو ته لار پیدا کړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG