د لاسرسي لېنکونه

د بوکو حرام ډلې له خوا په نايجريا کې د لسګونو تښتول شويو نجونو له جملې ٢١ تنه يې چې پرون خوشې شوي، ښايي نن پلازمېنې ابوجا ته ورسېږي.

دغه ٢١ نجونې د ښوونځي د هغو ٢٢٠ ښځينه زده کوونکو په ډله کې شاملې وې چې د ٢٠١٤میلادي کال په اپرېل کې د نايجريا د شمال ختيځ ايالت بورنو له يوه ښوونځي تښتول شوې وې.

د سره صليب نړيوالې کمېټې او د سويس حکومت په منځګړيتوب د بوکوحرام ډلې پرون دغه ٢١ نجونې خوشې کړې.

دغې ډلې تر دې مخکې هم نارينه، ښځې او ماشومان تښتولي، خو له چيبوک څخه د نجونو تښتونې د نړيوالو پام ځان ته واړاوه.

XS
SM
MD
LG