نن د جمعې په ورځ موټرسايکل سپرو وسلهوالو کوټه ښار کې درې ملېشه سرتېري په ډزو وژلي دي.
د وژنې مسؤليت يې تر اوسه چا نه دى منلى دى. د دوى د جنازې لمونځ د پوځي مراسمو په ترڅ کې تر سره شوې چې لوړپوړيو پوځي او حکومتي چارواکيو پهکې ګډون کړى.
د کوټې ښار پر لويو او وړو سړکونو او په کوڅو کې پوليس او ملېشه سرتېري شپه ورځ د امنيت د ټينګښت په خاطر په موټرو، پر موټر سايکلونو او پياده ګزمه کوي.
د جمعې په غرمه هم د ښار لوېديځ لور ته خروټاباد سيمې ته نېږدې پر سبزل سړک څو تنو ملېشه سرتېرو پياده ګزمه کوله چې ناڅرګندو وسلهوالو ورباندې ناببره ډزې وکړې او د پېښې له ځايه وتښتېدل.
د عيني شاهدانو په وينا وسلهوالو درې سرتېري په ډزو و ويشتل چې دوه پهکې ځاى پر ځاى مړه شول او درېيم چې سخت ټپي وو بي ايم سي روغتون ته يووړل شو او وروسته هغه هم ساه ورکړه.
عيني شاهدان وايي، وسلهوال پر موټرسايکل سپاره او پر ملېشه سرتېرو تر بريد وروسته په تېښته بريالي شول.
د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې په وسلهوالو پسې يې سمدستي په شاوخوا سيمو کې پلټنه پيل کړې ده.
د دغو وژل شوېو ملېشه سرتېرو د جنازې لمونځ د جمعې په مازيګر په کوټه کې د ملېشه ځواکونو په مرکزي قرارګاه کې وشو چې د ملېشه ځواکونو، پاکستاني پوځ او د ايالتي حکومت وزيرانو او لوړ رتبه چارواکو پهکې ګډون کړى وو.
د ملېشه ځواکونو وياند وايي، تر جنازې وروسته د وژل شويو سرتېرو مړي د پوځي مراسمو په ترڅ کې خپلو پلرنيو سيمو ته ولېږدول شوې.
پر ملېشه سرتېرو د دې بريد مسؤليت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې نه دى منلى، خو تر دې مخکې چې په بلوچستان کې پر پوليسو او ملېشه سرتېرو په لسګونو وسلهوال بريد شوي، مسؤليت يې اکثر خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو سازمانونو منلى دى.
د يادونې وړ ده چې لس ورځې وړاندې هم ناڅرګندو وسلهوالو د کوټې پر کيراني سړک په ښاري بس کې څلور مېرمنې په ډزو و وژلې چې له هزاره توکمه شيعه لږکيو سره يې تړاو درلود او مسؤليت يې سُني وسلهوالې ډلې لښکرِ جنګوي پر غاړه واخېست.