د لاسرسي لېنکونه

ايراني رسنيو راپور ورکړى چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو ١١کسان په دې شک نيولي چې غوښتل يې د اسلامي دولت ډلې يا داعش په اشاره ځانمرګي بريدونه پلان کړي.

په دغو راپورونو کې چې نن خپاره شوي ويل شوي چې چارواکو دغه راز په عملياتو کې په زياته پيمانه منفجره مواد هم نيولي دي.

په فارس ولايت کې د امنيتي ځواکونو يوه مسؤل جنرال احمد علي ګودرزي وويل، د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې په دغه ولايت کې داعش ډله وځپل شوه.

د ده په خبره په دغو عملياتو کې لسګونو موټر، موټر سايکلونه او سل کيلو ګرامه منفجره مواد ضبط شوي دي.

مهر خبري اژانس د فارس د مرستيال والي په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، ګومان کېږي نيول شوي کسان به د داعش ډلې غړي وي.

دغې ډلې په عراق او سوريه کې د شيعه ګانو پرضد ګڼې حملې کړي دي.

XS
SM
MD
LG