د لاسرسي لېنکونه

د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د کابل-جلال اباد پر لار تېره شپه د له يوه مرسيډيز موټر سره د بس د ټکرله کبله يو تن مړ شوى او ١٧ تنه نور ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک نن وويل د ځينو ټپيانو وضعيت د اندېښنې وړ دى:

”په دې پېښه کې يو تن په شهادت رسېدلى او ١٧ تنه نور ټپيان دي. په ټپيانو کې د ٦ کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.“

د لغمان چارواکي وايي، د پېښې ټپيان تر لومړنۍ درملنې وروسته د ننګرهار د روغتيا رياست روغتون ته انتقال شوي دي.

XS
SM
MD
LG