د لاسرسي لېنکونه

د روسيې پوليس وايي، د شمالي قفقاز په کاباردينو بالکاريا (Kabardino-Balkaria) سيمه کې يې تېره شپه په وسلواله جګړه کې درې سخت دريځې وسلوال وژلي دي.

د روسيې د کورنيو چارو وزارت او د ټرروېزم ضد ملي کمېټې وويل، په دغو درېيو وسلوالو کې هغه مشکوک مطلوب کس هم شامل دى، چې ادعا کېږي په ٢٠٠٥م کال يې پر پوليسو په تروريستي بريد کې لاس درلود.

د روسيې چارواکي وايي دغه درې کسان تېره شپه ناوخته وروسته له هغې په ځوابي ډزو ووژل شول، چې اول دوى پر پوليسو ډزې وکړې.

پوليسو هڅه کوله هغه موټرو چې دغو وسلوالو په کې سفر کاوه، ودروي.

ويل شوي چې دغه موټر پرون له چا څخه غلا شوى و.

XS
SM
MD
LG