د لاسرسي لېنکونه

د لومړي ځل لپاره د اتلو افغان ځواکونو د مرستې په نوم بنسټ په کابل پرانېستل شو.

د دغه بنسټ مشر رحمت الله نبیل د پنجشنبې په ورځ د یاد بنسټ په پرانېست غونډه کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ خورا مهم دی.

دغه بنسټ به د هغو ځواکونو کورنیو ته چې وژل شوي او یا هم ټپیان شوي د تحصیلي بورسونو، د مالي مرستو د جلب او په نورو برخوکې همکاري کوي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د دغه بنسټ جوړېدل مؤثر ګام بولي او هیله ښيي چې یاد بنسټ ټولو افغان ځواکونو ته رسېدنه وکړای شي.

XS
SM
MD
LG