د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام په ایمرجنسي روغتون کې پر سخي زیارت د تروریستي برید د ټپیانو پوښتنې ته ورغی.

د لیدنې پرمهال معالجو ډاکټرانو جمهوررئیس ته د ټپیانو د روغتيايي وضعیت او درملنې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.

جمهوررئیس د دغه پېښې ټپيانو ته د روغتیا دعا وکړه او د ایمرجنسي روغتون له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د ټپیانو د درملنې او مراقبت په برخه کې هېڅ ډول هڅې و نه‎سپموي.

XS
SM
MD
LG