د لاسرسي لېنکونه

په سپینه ماڼۍ کې د جنوبي اسیا د چارو مسؤل وايي، متحدایالات قاطع باور لري چې د افغانستان وضعیت د کشمیر له وضعیت سره کومه ارتباط نه‎لري.

پیتر لاووی Peter Lavoy پرون په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې د وینا پرمهال د پاکستان د یوه مخکښ سناتور څرګندونې چې ویلي یې دي، د افغانستان او کشمیر مسائل سره تړلي رد کړې.

لاووی وویل، هېواد یې په دې نظر نه دی.

نوموړي د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د وروستیو څو اونیو نښتو ته د اشارې په ترڅ کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر په یوري Uri سیمه کې د هند پر یوې پوځي اډې د افراطي اسلامپالو حمله وغندله او ویې ویل:

"د یوري حمله د سرحدي ترورېزم یوه روښانه پېښه وه او موږ دا تروریستي اقدام غندلی دی. دا یوه وحشیانه حمله وه چې هر هېواد دې ته د ورته حملو په وړاندې د دفاع حق لري. خو د دې دواړو هېوادونو ترمنځ چې درې ځلې یې له یوبل سره جګړه کړې ده د درنو پوځي اقداماتو په برخه کې احتیاط او زغم ته اړتیا شته."

د هند او پاکستان اړیکو کې کړکېچ وروسته له هغه پراخ شو چې نوې ډیلي د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې پر دېره افراطي ډلو د هندي ځواکونو پر یوه اډه د حملې تور ولګاوه. د تېرې سېپټمبر میاشتې په پیل کې دې حملې ۱۸ هندي پوځيان ووژل.

هند د ځوابي اقداماتو په ترڅ کې په پاکستاني کشمیر کې د افراطي وسله‎والو پر مرکزونو هوايي حملې وکړې.

په سپینه ماڼۍ کې د جنوبي آسیا د چارو مسؤل وویل، واشنګټن په راتلونکي کې د دې ډول حملو د مخنیوي په برخه کې د نوې ډیلي په اندیښنو کې ځان شریک ګڼي.

پیتر لاووی زیاته کړه، متحد ایالات د کشمیر په سرحد کې د تروریستي ګواښونو پر وړاندې د پوځي غبرګون ملاتړ کوي خو په دې برخه کې د لازم احتیاط او زغم سپارښتنه هم کوي.

په داسې حال کې چې د هند او پاکستان اړیکې د کړکېچ نوي پړاو ته رسیدلي، د پاکستان د سنا د دفاعي کمېټې مشر او د کشمیر لپاره د پاکستان د صدراعظم ځانګړي استازي مشاهدحسین سید ویلي دي چې په کابل کې سولې ته د رسېدو لاره له کشمیر څخه تیريږي.

حسین سید دا څرګندونې د اکتوبر په شپږمه د سټیمسن د تحقیقاتي مرکز The Stimson Center په کوربه توب په واشنګټن کې په رابلل شوي ویډیويي بحث کې وکړې.

افغان چارواکو د ښاغلي حسین دا څرګندونې غندلې دي.

XS
SM
MD
LG