د لاسرسي لېنکونه

د سویډن د نوبل کمېټې پرون اعلان وکړ چې د نوبل د ادبیاتو جایزه سږکال هغه امریکايي سندرغاړي تصنیف لیکونکي باب ډیلان Bob Dylan وګټله.

ډیلان ته د امریکا د سندرو په زوړ کلتوري میراث کې د نوي بیان د نوښت په خاطر دا جایزه ورکړل شوه.

د سویډن د نوبل د کمېټې دایمي مشرې سارا دانیوس پرون په ستوکهولم کې دا اعلان وکړ:

"د ۲۰۱۶میلادي کال د نوبل ادبیاتو جایزه باب ډیلان ته د امریکا د سندرو په ستر میراث کې د شاعرانه بیان دنوښت په خاطر ورکول کېږي."

د ډیلان نوم رابرت الین زیمیرمن Robert Allen Zimmerman دی. دی په ۱۹۴۱میلادي کال وزیږېد او په ۱۹۵۹میلادي کال کې یې د موسیقۍ د هنر په برخه کې کار پیل کړ.

د ډیلان یوه سندره چې سرلیک یې دی، (د باد پر څپو) په امریکا کې د مدني حقونو د تحریک د ملي سرود حیثیت غوره کړ.

له څومره اوږدو لارو سړی باید تېر شي چې نارینه وبلل شي.

سپینه کوتره له څو سمندرونو باید واوړي څو وکولای شي چې پر نرمو شګو پریوځي.

او څومره مرمۍ باید د توپ له خولې والوځي ترڅو چې د تل لپاره بندې شي.

د دې سوال ځواب ملګرو، د باد له څپو سره دی.

تېرکال دا جایزه بیلاروسۍ لیکوالې سویتلانا الکسیوویچ ته ورکړل شوه.

د مېرمن الکسیوویچ آثار پر هغو تراژیدیو متمرکز دي چې په بېلاروس کې یې د شملې پیړۍ پر جریاناتو اغیز کړی.

د درملو، فیزیک، کېمیا، سولې او اقتصاد په برخو کې د نوبل سږنۍ جایزې لادمخه ګټونکو ته ورکړل شوې دي.

د سویډني صنعت کار الفردنوبل Alfred Nobel له هیلې سره سم د اته میلیون ډالرو په ارزښت د نوبل جایزې له ۱۹۰۱میلادي کال راهیسې هرکال ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG