د لاسرسي لېنکونه

د جرمني حکومت د زندان په یوه خونه کې د یو سوریايي پناه غوښتونکې د مرګ په اړه د سمدستي څېړنو غوښتنه کړې.

دا پناه غوښتونکی د یوې بمي چاودنې په پلانولو کې په لاس لرلو تورن و.

د راپورونه پر بنسټ جابرالبکر پرون ماښام د لایپ زیګ په زندان کې په خپل کمیس ځان وژلې دی.

په جرمني د ساکسونې ایالت د عدلي وزیر سیباستین ګیمکو په دې اړه وویل:

”په ترهګرۍ مشکوک جابر البکر پرون ماښام (د اکټوبر په ۱۲ مه نیټه ) د لیپځیګ په توقیف خانه کې ځان وژنه کړې. داسې باید نه وی شوي. خو له بده مرغه داسې وشول. سره له دې چې موږ د دې د مخنیوي لپاره په عملي توګه اقدامات کړي وو. “

پولیس د شنبې په ورځ د دې تورن پر کور په چاپه کې چاودیدونکې مواد موندلي وو.

جابر البکر د فیبرورۍ په میاشت کې جرمني ته راغلی او د پناه غوښتنه یې منل شوې.

XS
SM
MD
LG