د لاسرسي لېنکونه

د پاکستان سترې محکمې په دې هېواد کې مقدساتو د سپکاوي د یو لانجنې قضیې په اړه د استناف محکمه وځنډوله.

د پنجشنبې په ورځ په اسلام‎اباد کې د هغې محکمې مخې ته په لسګونو پولیس ځای پر ځای شوي وو چېرې چې ټاکل شوې وه قاضیان د اسیه بي بي په نوم د یوې عیسوۍ میرمنې د استېناف پر غوښتنې غور وکړي.

دا مېرمن د پنځو بچیو مور ده او لومړنۍ محکمې مقدساتو د سپکاوي په تور په اعدام محکومه کړې ده.

نوموړي د ۲۰۱۰میلادي کال راهېسې د اعدام په لیکه کې ده. خو محکمې وروسته له هغې په دې قضیه غور کول وځنډول چې د منصفه هئیت له درې غړیو څخه یو قاضي د وتلو پریکړه وکړه.

دې قاضي وویل، ځکه له دې قضیې وځي چې د سلمان تاثیر په قضیه کې هم په منصفه هئیت کې و.

سلمان تاثیر د پنجاب ایالت پخوانی سیکولر والي و چې مقدساتو ته د سپکاوي د قوانینو پرضد یې کمپاین کاوه په ۲۰۱۱ میلادي کال کې ووژل شو.

د نوموړي پر وژونکي ممتاز قادري د همدې کال په پیل کې د اعدام حکم عملي شو.

محکمې تراوسه د اسیه بي بي د استناف پر غوښتنې د بیا غور لپاره کومه نوې نېټه نه ده ټاکلې.

XS
SM
MD
LG