د لاسرسي لېنکونه

د جوزجان امنیتي چارواکي د دې ولایت په مختلفو سیمو کې لسګونو مخالفو وسله‎والو ته د تلفاتو له اوښتو خبر ورکوي.

د جوزجان امنیې قومندان رحمت الله ترکستاني ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا کسان د ظفر ۱۰ عملیاتو په نتیجه کې چې د جنرال دوستم په مشرۍ په درزاب، جرقدوغ او قوشتېپې ولسوالیو کې ترسره شول وژل شوي او یا هم ټپیان دي.

هغه وویل چې ظفر عملیاتو په ترڅ کې شل تنه طالبان وسله‎وال وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي چې په‎کې څلور ازبکستاني وګړي هم شامل دي.

هغه د دې عملیات له امله د اوښتو تلفاتو په اړه وویل:

"د دښمن نېږدې ۲۰تنه وژل شوي دي او اته تنه نور یې ټپیان دي چې څلور ازبکستانیان هم په‎کې شامل دي، دوی سیمې پرېښودې."

د جوزجان امنیې قومندان وايي چې په‎دې ولایت کې اکثراً طالب جنګیالي د بهرنیان خاصتاً ازبکستاني وګړي دي.

ترکستاني ازادي راډیو ته وویل چې په جوزجان کې ټول پوځي عملیات د جنرال دوستم په هدایت او هماهنګۍ سره ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه:

"د ټولو عملیاتو هماهنګي او سازماندهي جنرال صاحب دوستم ترسره کوله، همدا لامل شو چې زموږ ځواکونو بریالي شي."

بل‎خوا د جنرال عبدالرشید دوستم ویاند بشیر احمد ته‎ینج ازادي راډیو ته وویل چې جنرال دوستم اوس‎مهال شبرغان کې دی او عملاً په سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د جنګ مشري کوي.

ته‎ینج زیاته کړه چې د ژمي موسم په راتلو سره د دولت مخالف وسله‎وال په هڅه کې دي چې پر افغان امنیتي ځواکونو خپلو حملو ته زور ورکړي، خو جنرال دوستم یادې مسئله ته پام کړی او هڅه یې دا ده چې د شمالي ولایتونو له لاسه وتلې ولسوالۍ بېرته خپلې کړي.

جنرال عبدالرشید دوستم ویاند بشیر احمد ته‎ینج

جنرال عبدالرشید دوستم ویاند بشیر احمد ته‎ینج

ته‎ینج د طالبانو د حملو په اړه وویل:

"دوی هڅه کوي کوم پلان یې چې د کال په پیل کې پلان کړی وو، هغه ته ورسېږي خو معاون صاحب یادې مسئلې ته پام لري او په همدې منظور یې خپله د جګړې ادارې په لاس اخېستې."

دا په‎داسې حال کې ده چې همدا اوس مهال په کندز، سرپل، جوزجان، فاریاب او بغلان ولایتونو کې افغان امنیتي ځواکونه عملاً د طالب وسله‎والو په وړاندې سنګرونو کې پراته دي.

باید یاده شي چې تر ده طالب وسله‎والو په جوزجان ولایت کې د دوی ملګرو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څرګندونې نه‎دي کړي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG