د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

پوتین: وروستی تور له واشنګټن سره د مسکو اړیکې زهرجنوي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په مسکو کې د خبرو پر مهال وویل، د امریکا انتخاباتي چارو کې پر روسیې د لاس‎وهنې تور له واشنګټن سره د مسکو اړیکې زهرجنوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ واشنګټن کې خبریالانو ته په څرګندونو کې ټینګار وکړ چې روسیې د امریکا په سیاسي سیسټم کې د ګډوډۍ د راوستو هڅه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ

ښاغلي ارنسټ زیاته کړه:

"د استخباراتي کړیو تحلیل دا دی چې روسیه لېوالتیا لري یا لږ تر لږه هڅه کوي د امریکا سیاسي سیسټم بې ثباته کړي خو د امریکا خلک دې ډاډه وي چې حکومت به د امریکا د انتخاباتي سیسټمونو د دفاع لپاره د پام وړ منابع په کار واچوي. د کورني امنیت وزارت لادمخه له څه باندې ۳۰ ایالتونو سره کار پیل کړی څو خپل سیسټمونه پیاوړي کړي."

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټې ته له یوې میاشتې لږ وخت پاتې دی.

د نوومبر د اتمې انتخاباتو کې د روسیې مداخله اوس امریکا کې په یوه لانجمنه مسئله بدله شوې ده.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوو کاندیدانو هیلري کلېنټن او ډونالډټرمپ د اکتوبر د نهمې نېټې په مناظره کې هم د دې مسئلې په اړه له یوبل سره خورا زیاتې ناندرۍ ووهلې.

ولسمشر پوتین
ولسمشر پوتین

ولسمشر پوتین پرون وویل:

"ځینې هکرانو په‎دې اړه معلومات خپاره کړي ووچې د مېرمن کلېنټن دفترڅه ډول غیر مسلکې چلند کوي. د یوه حزبي سره په تعصب کې د بل ملاتړ کوي. هېجان د هغو ادعاوو پر سر پیل شو ګنې چې دا کار د روسیې په ګټه دی، خو په دې کې د روسیي لپاره هېڅ ګټه نشته. په حقیقت کې دا د عامه افکارو یو اغېزمنتوب دی. د ځینو دلایلو له مخې هېڅ‎څوک په دې اړه خبرې نه کوي. ټول دا وایي چې چا دا کار وکړ. ایا دا دومره اهمیت لري؟ تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په معلوماتو کې څه دي."

د نورو مسائلو ترڅنګ د ډیموکراټ کمېټې له‎خوا په خپاره شویو ایمیلونو کې دا څرګنده شوه چې د دغه ګوند مشران د سناتور برني سندرز په نسبت د کلېنټن ډېر ملاتړ کوي.

پوتین وایي، د روسیې پر ضد څرګندونې کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخېزې اړیکې زهرجنې کړي.

واشنګټن او مسکو پر ځینو نورو مسایلو هم د یو بل سره اختلافات لري چې یوه یې په سوریې کې د اوربند مسئله ده چې تېره میاشت مات شو.

له دې سره د روسیې او سوریې ځواکونو په حلب ښار کې پر یاغیانو هوایې بمبارۍ وکړې. دغه ښار ته د ملګرو ملتونو بشري مرستې د سېپټمبر راهیسې وروسته له هغه وځنډېدې چې د دغو مرستو کاروان له‎منځه ولاړ. امریکایي چارواکو او د سوریې فعالانو مسکو په دې برید تورن کړ او وروسته امریکا او ملګرو ملتونو ویلي چې دا به یو جنګي جرم وګڼل شي.

خو روسیه دا تور ردوي او وایي چې برید یوه تروریستي سازمان له‎خوا شوی دی.

XS
SM
MD
LG