د لوګر ولایت یو شمېر ښځینه مدني فعالانې وايي چې د مسلکي او لوړو زدهکړو لرونکو ښځو ته تر اوسه د کار مناسب شرایط نهدي برابر شوي.
دوی زیاتوي، موجوده امنیتي ستونزې او په لوړو پُستونو کې د ښځو نشتون هم د دې لامل شوی چې د ښځو قشر په حکومتي ادارو کې په زیاته اندازه کار کولو ته زړه ښه نه کړي.
بل لوري ته د لوګر چارواکي د پخوا په پرتله د حکومتوالۍ په چارو کې د ښځو ونډه ډېره بولي او وايي چې د ښځو د پراخه ګډون مخه امنیت نه بلکې ځینو ناسمو دودونو نیولې ده.
د نادیې په نوم د لوګر یوه تنه مدني فعاله ازادي راډیو ته د کار او زدهکړو په برخو کې د ښځو پر وړاندې ځیني ستونزې داسې په ډاګه کوي:
"ښځې د ټولنې یو وزر او نارینه د ټولنې بل وزر دی، یعنې که دولتي ادارو کې ښځو ته وظیفې ورکړل شي، نو طبعاً به زموږ ټولنه ډېر پرمختګ وکړي، خو دلته ستونزې ډېرې دي داسې ښځې شته چې لوړې زده کړې لري مګر د کار زمینه ورته نه برابرېږي، اکثریتو ځایونو کې لوړ پُستونه نارینه وو ته ورکول کېږي، دلته امنیت هم دومره ښه نهدی چې ښځې په ډاډه زړه وظیفو ته ولاړې شي."
د لوګر د ولایتي شورا غړی حسیب الله ستانکزی وايي چې محیطي او امنیتي ستونزو په حکومتي ادارو کې د ښځو د ډېرې ونډې مخه نیولې ده.
دی هم وړاندیز کوي چې باید د ښځو لپاره د کار او زدهکړو یو مناسب چاپیریال برابر شي.
د ښځو چارو رئيسه شیما زرګر وايي، دوه کاله وړاندې یوازې اته سلنه ښځو د پوهنې او روغتیا په سکټورونو کې دندې درلودې، خو اوسمهال په نورو ادارو کې هم دوی دندې اخېستي دي.
نوموړې هیله څرګندوي چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به په حکومتي ادارو کې د ښځو سهم ۳۰ سلنه ته لوړ شي.
شیما زرګر زیاتوي:
"هغه ارقام چې موږ د ۹۳ او ۹۴ یم لمریز کال څخه لرو، د لوګر په حکومتي ادارو کې د ښځو ونډه اته سلنه وه، پخوا یوازې د پوهنې او روغتیا په برخو کې ښځو دندې اجراء کولې، خو اوس که درته ووایم چې په نورو حکومتي ادارو کې دوی په دندو بوختې شوي او ورځ تر بلې د دوی لېوالتیا ډېریږي او د نبپا د ملي پروګرام پر اساس چې تر راتلونکو دوو کلونو باید د ښځو ونډه په حکومتي ادارو کې ۳۰ سلنې ته لوړ شي، پهدې اړه د ښځو چارو ریاست هم جدي کار کوي."
د لوګر د ښځو چارو رئيسې په وینا، د هغو ښځو لپاره د کار زدهکړې پروګرامونه نیولي چې له دوولسمو ټولګیو، د مسلکي زدهکړو له مراکزو یا پوهنتونونو فارغې شوي دي، هغوی د یو کال په جریان کې له دندو سره بلدېږي او وروسته بیا په هماغو ادارو کې رسمي دندې اخلي.
دې دندو سره د ښځو لېوالتیا ته په کتو وايي چې په حکومتي ادارو کې د هرې ورځې په تېرېدو د ښځو ونډه ډېرېږي او په راتلونکو دوه، درې کلونو کې به په حکومتي ادارو کې د ښځو ونډه د پام وړ وي.
د لوګر والي حلیم فدايي وايي، امنیت په حکومتي دندو کې د ښځو د پراخه ګډون مخه نهده نیولې بلکې ستونره تر ډېره د ځینو ناسمو دودونو له کبله ده.
د لوګر والي زیاتوي:
"اوس لوګر کې موږ ۴۹۱ ښځینه کارمندانې چې په هغه کې ښوونکې هم شاملې دي لرو، اوس په ښاروالۍ، د ولایت په مقام کې، همدارنګه په پوهنتون او نورو اداراتو کې د ښځو قشر عملاً کار کوي، په مجموع کې د ښځو د کار او زدهکړو پر وړاندې ستونزه عنعنوي او دودیزه ده او دا له امنیت سره ډېر تړاو نهلري."
د لوګر والي وړاندې وايي، د نارینه وو په شان د ښځو زده کړې هم د ټولنیز ژوندانه د هر ډګر لپاره که هغه معارف دی، که د روغتیا سکټور دی، سیاست دی او که مدني فعالیتونه دي اساس بلل کېږي.
د لوګر والي حلیم فدايي زیاتوي، دوی د بدلون، اصلاحاتو او پرمختګ لپاره اراده او پلان لري، خو دا پروسه په یوه ورځ کې نه بشپړېږي، دا کار په اوږده مهال کې د دودونو او رواجونو سمونې، په ادارو کې اصلاحاتو او له دینه د سم برداشت دودولو ته اړتیا لري.
نجیب الله الوخېل