د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

څېړنه: ۵۰ هېوادونه لاهم د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي


د خوړو د پالیسۍ نړیوال تحقیقاتي انسټیټیوټ په هغه راپور کې چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د نړۍ په سطح د لوږې د اندازې په اړه شوي، راغلي چې له ۲۰۰۰ میلادي کال راهیسې په مخ پر ودې هېوادونو کې د لوږې اندازه ۲۹ سلنه کمه شوې ده.

راپور کې دا یو پرمختګ ګڼل شوی خو د ملګرو ملتونو د هغه پلان د عملي کېدو لپاره یې کافي نه بولي چې وایي، تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې باید په نړۍ کې لوږه له‌منځه ولاړه شي.

د نړۍ په سطح د لوږې د اندازې هغه شمېرې چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې خپرې شوې ښیې چې د نړۍ ۵۰ هېوادونه لا هم د لوږې له جدي ګواښ سره مخامخ دي چې تر ټولو لوړه سطح یې په جنوبي افریقا او جنوبي اسیا کې یاده شوې ده.

د لوږې د کموالي په اړه په نویو موندنو کې راغلي چې دغه پرمختګ ډېره برخه یې په افریقایې هېوادونو کې شوې ده، خو زیاتوي چې په جنوبي آسیا هم د لوږې د کمېدو پرمختګ د پام وړ دی.

څېړنه: په مخ پر ودې هېوادونو کې د لوږې اندازه ۲۹ سلمه کمه شوې
څېړنه: په مخ پر ودې هېوادونو کې د لوږې اندازه ۲۹ سلمه کمه شوې

په دغو هېوادونو کې یو یې افغانستان دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام استازي وایي، په دغه هېواد کې د لوږې د کمېدو پرمختګ د پام وړ نه‎دی او دلیل یې روانې ناامنۍ، د بې کارۍ ډېروالی، خراب اقتصادي او اقلیمي شرایط یادوي.

د لوږې د له‎منځه وړلو لپاره د ۲۰۱۶ میلادي کال دغه شمېرې د دې لپاره مهمې ګڼل شوي چې د هغو سیمو، هېوادونو او وګړو په پېژندنه کې یې مرسته کړې چې ډېر زیان منونکي دي او له لوږې او خوار‎ځواکۍ څخه ژر اغېزمنېدای شي.

ویل کېږي دا د سیمو د پیژندلو لپاره یو ښه فُرصت وو چې کولای شي د لانور پرمختګ هڅې ګړندۍ کړي.

XS
SM
MD
LG