د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

کلکاني: روسیه او ایران د داعش په وړاندې له طالبانو ملاتړ کوي


کلکاني: له طالبانو ملاتړ افغانستان د امریکا او روسيې د جنګ په میدان بدلوي
کلکاني: له طالبانو ملاتړ افغانستان د امریکا او روسيې د جنګ په میدان بدلوي

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون اندېښنه ښيي چې يو شمېر ګاونډي هېوادونه د داعش په وړاندې له طالبانو څخه ملاتړ کوي چې د نړۍ د دوو لویو قدرتونو تر منځ د جنګ لامل کېږي.

دا کمېسیون وايي، د روسیې او ایران له‎خوا د داعش په خلاف د طالبانو ملاتړ د افغان د دولت له حاکمیته ښکاره سرغړونه ده.

د دغه کمېسيون يوه غړي داود کلکاني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له طالبانو څخه ملاتړ د دې لامل کېږي چې افغانستان د روسيې او امریکا تر منځ د جنګ په میدان بدل شي.

ښاغلی کلکاني له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې د دغه شان هڅو مخه ونیسي.

د ولسي جرګې غړی داود کلکاني
د ولسي جرګې غړی داود کلکاني

دی وايي:

"روسيې او ایران د داعش ډلې د کمزوري کولو لپاره له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي، خو موږ په دې اند یو، که دغه دوه هېوادونه په دغې قضیه کې داخل شي، نو په افغانستان کې جنګ اوږدېږي او په نړېواله کچه د يوه نیابتي جګړې د پیلېدو لامل کېږي."

په دې وروستیو کې يو شمېر رسنیو ویلي چې د طالبانو يوه پلاوي د ملاهبت‌الله په مشرۍ چې د طالبانو د یوې لويې ډلې مشري کوي روسیې ته سفر کړی.

افغان حکومت تر اوسه له طالبانو سره د روسیې او ایران د همکارۍ پخلی نه‎دی کړی، خو د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف څه موده وړاندې ویلي و چې له داعشه د خطر په خاطر یې له طالبانو سره استخباراتي معلومات تبادله کړي دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانس مایکل مېلېبن هم د بریتانيې فارن پالېسۍ مجلې ته ویلي و چې ایران د داعش د فعالیتونو د مخنیوي په هدف له طالبانو سره همکاري پېل کړې ده.

پاکستان کې د ایران سرحد ته نېږدې د ملا منصور تر وژل کېدو دمخه ایران ته د نوموړي سفر هغه څرګندې بېلګې دي چې د طالبانو سره د ایران په همکارۍ د تائید ټاپه لګوي.

په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازې شکریه پیکان هم وايي چې هلیکوپټرونه‌يې لیدلي چې د مخالفینو په ساحه کې يې ناستې او پروازونه کړي.

مېرمن پیکان زیاته کړه:

"په تېرو کلونو او سږ کال کې هلیکوپټرونو د مخالیفنو په سیمو کې د شپې ناوخته ناستې او پروازونه کړي او خلکو لیدلي چې په هغه ځای کې مخ پټي کسان پلي شوي."

خو له دې ټولو سره-سره د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له ګاونډيو هېوادونو تمه لري چې د خپل سیاسي هدف لپاره له ترهګریزو ډلو ګټه پورته نه‌کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د سیمې له هېوادونو سره چې کومې محوري اړیکې موږ لرو، زموږ تمه هم د سیمې له هېوادونو څخه همدا ده چې دوی هم موږ سره همداسې محوري اړیکې ولري، نو په دې اساس موږ له نورو هېوادونو څخه دا هیله لرو چې د خپلو سیاسي اهدافو لپاره له ترهګریزو ډلو ګټه پورته نه‌کړي."

د سولې عالي شورا هم د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې له ترهګریزو ډلو څخه بهرنی ملاتړ د دې لامل کېږي چې د سولې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ شي.

د سولې شورا مرستیال عطالرحمن سلیم
د سولې شورا مرستیال عطالرحمن سلیم

د سولې شورا مرستیال عطالرحمن سلیم زیاتوي:

"کله چې دوی ملګري او ملاتړي پيدا کوي، جنګ ته د دوی د لېوالتیا لامل کېږي، سربېره پر دې چې د سولې له پروسې سره مرسته نه‌کوي د سولې پروسه له خنډ سره مخ کوي."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي لطیف نظري په دې نظر دی چې په افغانستان کې باید د نړیوالو رقابتونو مخه ونیول شي.

هغه وايي، که دا لانجې دوام پيدا کړي نو امکان شته چې افغانستان د سوریې او عراق په شان برخلیک سره مخ شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG