د لاسرسي لېنکونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر زید رعدالحسین د روسیې انتقادونو ته له پام پرته وویل چې جمهوري غوښتونکی کاندید ډونالډ ټرمپ به له نړیوال پلوه د امریکا یو خطرناک ولسمشر وي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکین روانه اوونۍ ویلي و چې زید رعد الحسین باید د ټرمپ په ګډون د لوېدیځ پر پوپولیست مشرانو انتقاد ونه‎کړي او پر خپلې د بشري حقونو پر دندې تمرکز وکړي.

خو زید د چهارشنبې په ورځ وویل چې د حقونو له پلوه د ټرمپ یو لړ څرګندونې په تېره د شکنجې او د زیانمنونکو خلکو لکه کډوالو په اړه ډېرې د اندېښنې وړ او ناراحت کوونکې دي.

زید چې په جنیوا کې خبریالانو ته خبرې کولې دغه‌راز وویل چې که ډونالډ ټرمپ غوره شي، هغه څه چې ده تر اوسه ویلي په دې کې شک نه‌کوي چې هغه له نړیوال پلوه یو خطرناک ولسمشر وي.

XS
SM
MD
LG