د لاسرسي لېنکونه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه ادعاوې رد کړي چې ګنې دی د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لاسوهنه کوي.

پوتین پرون مسکو کې د خبرو پر مهال وویل، په دې مسئله کې پر روسیې انتقادونه له واشنګټن سره د مسکو اړیکې زهرجنوي.

خو د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ واشنګټن کې خبریالانو ته په څرګندونو کې ټینګار وکړ چې روسیې د امریکا په سیاسي سیسټم کې د ګډوډۍ د راوستو هڅه کړې ده:

"د استخباراتي کړیو تحلیل دا دی چې روسیه لېوالتیا لري یا لږ تر لږه هڅه کوي د امریکا سیاسي سیسټم بې‌ثباته کړي خو د امریکا خلک دې ډاډه وي چې حکومت به د امریکا د انتخاباتي سیسټمونو د دفاع لپاره د پام وړ منابع په کار واچوي. د کورني امنیت وزارت لادمخه له څه باندې ۳۰ ایالتونو سره کار پیل کړی څو خپل سیسټمونه پیاوړي کړي."

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټې ته له یوې میاشتې لږ وخت پاتې دی.

د نوومبر د اتمې په انتخاباتو کې د روسیې مداخله اوس په امریکا کې په یوه لانجمنه مسئله بدله شوې ده.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوو کاندیدانو هېلري کلېنټن او ډونالډ ټرمپ د اکتوبر د نهمې نېټې په مناظره کې هم د دې مسئلې په اړه له یو بل سره خورا زیاتې ناندرۍ ووهلې.

XS
SM
MD
LG