د لاسرسي لېنکونه

وروسته له هغه چې د بریتانيا د بهرنيو چارو وزير له فعالانو وغوښتل چې په لندن کې د روسيې د سفارت مخې ته لاريون وکړي، مسکو ويلي چې بریتانيا د نړيوالو قوانينو له مخې دنده لري چې په خپله خاوره کې روسي ډپلوماټان خوندي وساتي.

دا د بریتانيا د بهرنيو چارو وزیر «بوريس جانسن» د خبرو په ځواب کې راغلي چې له فعالانو يې غوښتي چې په سوریه کې د روسیې د بمبارۍ د کمپاين په اعتراض کې په لندن کې د روسيې د سفارت مخې ته لاريون وکړي.

د کريملن وياند دميتري پسکوف نن ويلي، جانسن احتمالاً د ويانا له کنوانسيونه خبر دی چې دا د بریتانيا دنده ده چې په خپل هېواد کې د روسيې د ډیپلوماټيک ماموریت د خونديتوب مسئول وي.

جانسن

جانسن

جانسن پرون د خپل هېواد پارلمان ته وويل، زه غواړم لاريون کوونکي په لندن کې د روسيې د سفارت مخې ته ووينم.

ده زیاته کړه چې د صبر کاسه نوره نسکوره شوې ده او د جګړې ضد ډلو د حلب د جګړې پر ضد کافي اعتراض نه دی کړی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا هم مخکې د جانسن د خبرو په عکس العمل کې ويلي وو:

"د بریتانيا د بهرنیو چارو د وزیر خبرې چې غواړي په لندن کې د روسيې د سفارت مخې ته بايد لاریون وشي، د شرم وړ دي، دا خبره په يوه ساده دلیل د شرم وړ ده ځکه اوس څرګنده شوه چې د مدني ټولنې د ادارو او خوځښتونو تر شا د چا لاس دی، دوی د روسیې د سفارت مخې ته په بېلابېلو مواردو کې لاريون کوي، د دې لاريونو تر شا د هغه اجراييه قوې لاس دی چې بوريس جانسن يې استازيتوب کوي."

دا خبرې په داسي حال کې دي چې اسوشيېټیډ پريس اژانس وايي، په حلب کې د ژغورنې عمله او فعالان وايي، په دغه ښار کې د هوايي حملو په نتيجه کې د کوچنیانو په ګډون لږ تر لږه پنځه ويشت کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG