د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

کارپوهان: د وسله والو لخوا د پوځي جامو کارولو مخنیوی دي وشي


یو شمېر پوځي کارپوهان وايي چې د تروریستي حملو پرمهال دې د پوځي جامو د استعمال د مخنیوي لپاره عملي اقدامات وشي.

یاد کارپوهان وايي چې ښاري انضباط ته دې پراختیا ورکړل شي او حتا له هغو امنیتي ځواکونو دې هم پوښتنه وشي چې د پوځي جامو سره په ښار کې تګ راتګ کوي.

دوی وايي، دغه کار تر ډېر حده کولای شي چې د وسله والو مخالیفنو او غیر مسؤلو کسانو لخوا د پوځي جامو د استعمال څخه مخنیوی وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د پوځي چارو کارپوه مجتبی پتنګ د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې ښاري انظباط کولای شي له امنیتي ځواکونو څخه د ځانګړو پټو نومونو پوښتنه وکړي څو ډاډه شي چې دغه ځواکونه د دندې لپاره اړوندو سیمو ته تللي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر مجتبی پتنګ
د کورنیو چارو پخوانی وزیر مجتبی پتنګ

نوموړي زیاته کړه:

"زه چې کله د کورنیو چارو وزیر وم ،د ښاري انضباط په نوم مې يو کنډک جوړ کړی او موظفو پولیسو ته مې دا صلاحیت ورکړی چې هر هغه څوک چې په نظامي يونیفورم کې په شخصي او رسمي وخت کې تګ راتګ کوي ورڅخه پوښتنه وکړي چې دی دلته څه کار لري او چېرته ځي او دا کار په امنیت اغېز لري."

ښاغلي پتنګ ټینګار وکړ چې د پوځي جامو تولېدونکو شرکتونو څخه باید په کلکه څارنه او په بازارونو کې دې د دغو وسایلو په پلورلو بندیز ولګول شي، همدارنګه په سرحدي سیمو کې دې کنټرول ته پراختیا ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د سخي پر زیارت د سې شنبې شپې برید کې چې ۱۵ کسان په کې ووژل شول او ۵۴ نور کسان يې ټپيال کړل په پوځي جامو سمبال د يوه بریدګر لخوا ترسره شو.

له دې مخکې هم په وسله والو غلاوو، انتحاري او ډله ییزو حملو او نورو جرمي پېښو کې د پولیسو او ملي اردو له جامو څخه ناوړه ګټه پورته شوې ده.

د راپورونو له مخې په امنیتي پوستو کې د موظفو کسانو لخوا ډېر ځله په پوځي جامو سمبالو کسانو څخه په سمه توګه پوښتنه نه کېږي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو تل هڅه کړې ترڅو د وسله والو مخالفیونو لخوا د پوځي جامو د استعمال مخه ونیسي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې په بشپړ ډول د دغه کار د مخینوي لپاره ګډې مبارزې ته اړتیا ده.

د کورنیو چارو وزارت صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت صدیق صدیقي

هغه زیاته کړه:

"پولیس او نور امنیتي ارګانونه چې په ښار کې تګ راتګ لري، خپله هڅه کوي چې د مخالفینو له لورې د پوځي يونیفورم د استعمال مخنیوی وکړي،دغسې ټول موارد به زموږ امنیتي ځواکونه په نظر کې نیسي خو په دې برخه کې ګډ کار ته اړتیا ده."

خو د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې که امنیتي ځواکونه د نظامي جامو څخه د ناوړه استفادې مخنیوي ونه کړي نو د امنیتي ځواکونو په وړاندې به د خلکو اعتماد زیانمن شي.

دوی وايي پرته له دې به ستونزمنه وي چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالیفونو ترمنځ تفکیک وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG