د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندز ښار په جګړو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې په دغو جګړو کې د وسله والو طالبانو ۲۲ قوماندانان هم وژل شوې دي:

"د دوی۲۲ قوماندانان چې د کندز جګړه یې مخ ته وړله ټول د افغان ځواکونو لخوا وژل شوي دي، یعني وسله والو مخالفانو ته په تېره یوه اوونۍ کې دغلته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده."

نوموړي وویل چې دامهال کندز ښار په بشپړ ډول تصفیه شوی او خلک کولی شي چې خپلو سېمو ته بېرته ورشي.

خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG