د لاسرسي لېنکونه

امريکا د يو شمېر پاکستاني اتباعو نومونه، طالبانو ته د پيسو مينځلو، مخدره موادو د قاچاق او له جنايتکارو ډلو سره د تړاو په خاطر په تور لیست کې شامل کړل.

په تور ليست کې په شاملو شويو کسانو کې د عبېد خاناني په نوم کس هم شامل دی.

د عبېد خاناني پلار الطاف خاناني د ۲۰۱۵میلادي کال په سپتمبر مياشت کې د امریکايي چارواکو له خوا ونيول شو او د امریکا د ماليې وزارت له خوا د اسعارو د تبادلې په خپل دوکان او نورو ځايو کې د طالبانو او نورو ډلو لپاره د ملياردونو ډالرو په مينځلو تورن شو.

دې ادارې د اکتوبر په يوولسمه ويلي چې نهويشت کلن عبېد خاناني له هغه وروسته چې پلار يې ونيول شو، د خپل پلار د پيسو مينځلو کاروبار ته دوام ورکړ.

ټاکل شوې ده الطاف خاناني به روانه مياشت د امریکا په میامي کې محکمې ته وړاندي شي.

يو بل کس چې په تور ليست کې شامل شوی دی، نهه ويشت کلن حظېفه خاناني دی چې د الطاف خاناني وراره دی او د خپل اکا په کاروبار کې يې لاس درلود.

د امریکا د ماليې وزارت ويلي چې د الطاف خاناني ورور هم د جنايتکارانو لپاره په پيسو مينځلو کې لاس درلود.

د بنديزونو له مخې، په تور ليست کې د شامل شوي کسان يا د دوی شرکتونه په امريکا کې ممنوع دي او امریکايانو ته هم له دوی سره د تجارت اجازه نشته.

XS
SM
MD
LG