د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات د تېرو څلورویشت ساعتونو په جریان کې شوي دي.

نوموړي وویل چې په دې عملياتو کې۵۳ تنه مشکوک کسان نیول شوي هم دي.

خو وسله والو طالبانو د یادو عملیاتو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG