د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ کې یوولس تنو وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې د افغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې اته تنه وسله‎وال وژل شوي او درې تنه نور زخميان شوي دي.

نوموړی وايي، په دې عملياتو کې ۵۳ تنه شکمن کسان هم نیول شوي دي چې اوس ترې څېړنې روانې دي.

وسله‎والو طالبانو د یادو عملیاتو په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG