د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

"تګ" فلم د جنوبي کوریا جوړ شوي فسټیوال کې سیالي کوي


په جنوبي کوریا کې د «بوسان» په نوم د فلم په نړیوال فستیوال کې د یوه افغان فلم سیالۍ ته وړاندې شوی دی.

د «تګ» په نوم فلم کې د افغان کډوالو د ستونزو کیسه ده او د فلم ډایرکټر نوید محمودي دی.

دا فلم په جنوبي کوریا کې د بوسان په نوم په یو ویشتم فستیوال کې د ښو فلمونو په کتار کې ګڼل شوی دی.

که چېرته د «تګ» فلم بریالی شي، نو دا به په جګړه ځپلي افغانستان کې لومړی فلم وي چې په دې منلي نړیوال فستیوال کې جایزه اخلي.

نوید محمودي په تهران کې ژوند کوي، ده فرانسې اژانس ته وویل چې دی ویاړي چې فلم یې د پاملرنې وړ ګرځېدلی او د اوس لپاره یې هیله دا ده چې خلک دا فلم وګوري.

د «تګ» په فلم کې د یوې افغان مېرمنې او د هغې د خاوند کیسه ده چې په ایران کې سره بیا یوځای کېږي او غواړي چې اروپا ته ولاړ شي.

نوید محمودي وایي:

"انسان هر وخت د داسې ځای په لټه کې وي چې هلته خوښ وي، خو کوم کسان چې له افغانستان، عراق او سوریې راځي هغوی د هغه ځای په لټه کې دي چې هلته ژوندي پاتې شي."

نوید محمودي د دې فلم د صحنې لپاره تهران ته څېرمه د افغان مهاجرو یو کمپ غوره کړی دی.

په دې فلم کې فرشته حسیني او رضا احمدي اصلي څېرې دي.

نوید محمودي وایي:

"ماته دا مهمه وه چې داسې کسان ومومم چې د کډوالۍ تجربې یې احساس کړې وي او دغه وېره یې په خپله لمس کړې وي."

د «تګ» فلم د ریښتونې سینما په ډول اخیستل شوی دی، داسې چې د نوید محمودي کمره د کړکیو، دهلیزونو او واټونو له شا پټ پټ هغه دوه تنه څاري چې د ازادي لپاره پروګرام جوړوي، د دغو کسانو د ناامیدۍ د احساس څرک تر دې مخکې لګېدلی دی.

د بوسان په فستیوال کې د «تګ» فلم ښه چانس لري چې بریالی شي، له دې فلم سره یو چینایي فلم هم سیالۍ ته راوتلی دی.

نوید محمودي او د ده ورور جمشید محمودي د «څو متره مکعب عشق» له فلم سره مخکې ستایل شوي و، دغه فلم د کډوالو کیسه ده، خو د مهاجرو د دمینې کیسه ده.

دې فلم هم نړیوالو منل شویو فستیوالونو ته لار کړې وه، خو که چېرته د «تګ» فلم اوس په بوسان فستیوال کې بریالی شي، له دې بریا سره به د اسکار جایزې ته ونومول شي.

XS
SM
MD
LG