د لاسرسي لېنکونه

د روسیې ولسمشر ولادي میرپوتین پاریس ته خپل سفرله ولسمشر فرانسوا اولاند سره د خبرو د اجندا پرسرد اختلافاتو له مله لغوه کړ.

د کریملن ویاند دیمیتري پسکوف وویل، پوتین د فرانسې ولسمشرته په خبرو کې وویل چې هرکله ده ته مناسبه وي دی به له پاریس څخه کتنه وکړي.

پیسکوف وویل، موږ به دې ته منتظر شو چې مناسب وخت کله رارسېږي.

له پاریس څخه د پوتین کتنه یوه ورځ وروسته له هغې لغوه کېږي چې اولاند د سوریې ځواکونه چې په حلب کې د روسیې له هوایي ملاتړه برخمن دي، د جنګي جرمونو په ترسره کولو تورن کړي و.

اولاند دغه راز ټینګار کړی و چې له پوتین سره به یې خبرې یوازې د سوریې پرحالاتو متمرکزې وي.

ټاکل شوې وه چې پوتین به د فرانسې پلازمینې ته د سفر په ترڅ کې له اولاند سره پرکتنې سربېره، په پاریس کې د روسیې اورتودوکس کلیسا پرانیزي او د روسیې د هنر له نندارتون څخه به لیدنه وکړي.

فرانسه د هغو نړیوالو هڅو مخکښه ده چې د سوریې په حلب ښارکې د یاغیانو په ترکنټرول لاندې سیمو د روسیې او د سوریې د جنګي الوتکو د بمباري د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

د دغې بمباري په نتیجه کې په سلګونو ملکي وګړي وژل شوي او په لسګونو زره نور عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG