د لاسرسي لېنکونه

فرانسوي چارواکي وایي، روسیه غواړي پاریس ته د ولسمشر ولادي میرپوتین سفر له ولسمشرفرانسوا اولاند سره د خبرو د اجندا پرسر د اختلافاتو له مله شاته وغورځوي.

رویترز د فرانسې د ولسمشرۍ د دفترد سرچینو په حواله نن خبر ورکړ چې روسي چارواکو هغه وړاندیزنه دی منلی چی پوتین به د اکتوبر په نولسمه له اولاند سره په کتنه کې یوازې د سوریې د حالاتو په اړه خبرې کوي.

دغې سرچینې ویلي چې کریملین او ایلیزه نن سهار هم له یوبل سره اړیکه ټینګه کړه او پوتین ته د سوریې په اړه د خبرو لپاره د یوې کاري غونډې وړاندیز وشو او ورته وویل شول چې ولسمشر اولاند به په نورو غونډو او مراسمو کې ګډون نه کوي.

ټاکل شوې وه چې پوتین به د فرانسې پلازمینې ته د سفر په ترڅ کې له اولاند سره پرکتنې سربېره، په پاریس کې د روسیې اورتودوکس کلیسا پرانېزي او د روسیې د هنر له نندارتون څخه به لیدنه وکړي.

فرانسه د هغو نړیوالو هڅو مخکښه ده چې د سوریې په حلب ښار کې د یاغیانو په ترکنټرول لاندې سیمو د روسیې او د سوریې د جنګي الوتکو د بمباري د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

د دغې بمباري په نتیجه کې په سلګونو ملکي وګړي وژل شوي او په لسګونو زره نور عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

روسیې د اکتوبر په نهمه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په سوریه کې د اوربند د ټینګېدو لپاره د فرانسې له خوا وړاندیز شوې د پریکړه لیک مسوده ویتو کړه.

XS
SM
MD
LG