د لاسرسي لېنکونه

د ازبکستان سرپرست ولسمشر شوکت میرزاییف د اساسي قانون د ورځې په ویاړ چې د ډسمبر له اتمې سره برابره ده، د بندیانو د بخښنې وړاندیز کړی دی.

د ازبکستان د پارلمان سنا جرګې وویل، د دوشنبې د ورځې په غونډه کې یې دغه وړاندیز چې له مخې به یې ښځينه بندیانې، هغه بندیان چې په کم عمر د ترسره کړو جنایتونو په خاطر زنداني شوي او هغه نارینه بندیان چې عمرونه یې له شپیتو اوښتي او هم بهرنیان او معلول بندیان خوشې شي.

سنا جرګه به په دې اړه وروستۍ پرېکړه د چهارشنبې په ورځ وکړي.

دا دازبکستان د پخواني ولسمشراسلام کریموف ترمړینې وروسته لومړی ځل دی چې دا هېواد بندیان بخښي.

XS
SM
MD
LG