د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

رشید: د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د غوراوي دوهم پړاو پیل شو


د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د کمېشنرانو د غوراوي کمېټه وايي چې د دغې کمېټې پر دوهمې مرحلې کار پیل شوی دی.

یاده کمېټه وايي چې له ۷۲۲ تنو نوماندانو څخه يوازې ۵۰۰ تنه‌یې توانېدلي چې ټاکلي معیارونه پوره او بل پړاو ته لار پيدا کړي.

د غوراوي کمېټې غړي يوسف رشید د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دوهمه مرحله کې د نوماندانو په اړه څېړنه کېږي او پر شرایطو برابرو کسانو لېست برابرېږي چې په جدي توګه پرې کار روان دی.

یوسف رشید
یوسف رشید

هغه زیاته کړه:

"موږ نن په دوهمې مرحلې کار پیل کړ چې هغه د تفکیک او بررسۍ مرحله ده، په دې کې موږ لوړ معیارونه په دوی تطبیقوو چې څوک په دې کې لوړ تحصیلات لري، څوک هغه مسلکي او مأموریتي تجربې ډېرې لري او د کمېسیون اړوند دندې ته نېږدې دي چې موږ لنډ لېست ته نېږدې کړي ترڅو و توانېږو چې دغه مرحله ژر پای ته ورسوو."

ښاغلي رشيد زیاته کړه چې په دوهمې مرحلې کار ښايي دوه اوونۍ وخت ونیسي او له هغه وروسته به درېیمه مرحله چې د نوماندانو سره مرکې دي پیل شي.

دا چې د انتخاباتي کمېسونونو اوسني غړي هم د نوماندانو په نوملړ کې شامل دي او که نه، په دې اړه د غوراوي کمېټې غړي يوسف رشید وویل چې دغه مسئله به په دوهمه مرحله کې معلومه شي.

د معلوماتو له مخې، د ټولو نوماندانو له ډلې به يوازې د ۲۱ کسانو نوملړ د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د غړو او ۱۵ تنو نورو نوماندانو نوملړ د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د غړو په توګه ولسمشر ته واستول شي.

خو ولسمشر به له ياد نوملړ څخه ۷ تنه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او ۵ تنه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د کمېشنرانو په توګه وټاکي.

په ورته وخت کې له انتخاباتو څخه د څار يو شمېر بنسټونه سره له دې چې د غوراوي کمېټې لومړني کارونه مثبت ارزوي خو وايي چې په تخنیکي برخه کې يې لا هم ستونزې شته.

جانداد سپین غر
جانداد سپین غر

د افغانستان د ټاکنو څخه د څار بنسټ رئیس جانداد سپين‌غر په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د غوراوي کمېټې پيل کولای شو چې مثبت وارزؤ، ځکه د دوی جلسې خلاصې دي، مدني ټولنې او رسنۍ حضور لري، د تخنیکي اړخه اوس هم ستونزې شته دي او امیدواره یو چې پاتې وخت کې دا مشکل هم حل شي."

ښاغلي سپین‌غر زیاته کړه چې د دغې پروسې د لا روڼوالي لپاره په کار ده چې د نوماندانو نوملړ او د ارزونې ټول معیارونه خپاره او پر شرایطو برابرو کسانو ته کټګورۍ جوړې شي او همدارنګه د غوراوي کمېټې د موجوده تخینکي ستونزو لپاره له نړیوالې ټولنې مرسته وغوښتل شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG