د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۰

کندهار کې د ارزګان له ۴۰۸ کورنیو سره مرستې وشوې


کندهار کې د ارزګان ولایت له ۴۰۸ کورنیو سره د خوراکي توکو تر څنګ د نغدي پیسو مرسته هم وشوه.

د ارزګان پر شاوخوا ۴۰۰ بې‌ځایه شویو کورنیو دغه مرسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست او د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست له‎خوا ووېشل شوه.

د کندهار د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې رئیس مسعود پښتون د مرستې د وېشلو پر مهال خبریالانو ته وویل چې دغه مرستې یې د بېلابېلو مؤسسو څخه راټولې کړي دي.

د نوموړي په وینا د هرې کورنۍ سره د اته زره افغانیو تر څنګ ۲۰۰ کېلو اوړه، اووه کېلو غوړي او اووه کېلو دال‌نخود مرسته شوې ده.

ښاغلي پښتون زیاته کړه:

"نن ورځ د ۴۰۸ کورنیو لپاره دا موادو ورکوو تر اوسه مو په مجموع کې ۱۲۰۰ کورنیو ته مواد وېشلي ۱۴۹۷ کورنۍ مو سروې کړي د نن په پروګرام کې چې یو نوښت راغلی د «ان، ار، سي» مؤسسې له‎خوا اته زره افغانۍ نغدي مرسته هم شته."

د یوې سروې پر اساس کندهار ته تر دې مهال له مرکز ترینکوټ څخه د روانو جګړو له امله شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ راغلي.

دغو کسانو چې مرستې یې ترلاسه کړي وايي، د شدیدې جګړې له امله‌يې خپل ډک کورونه پرې اېښي او د يوه جوړه کاليو سره له خپلو مېنو وتلي.

دوی له دولته غواړي چې سیمې دې له وسله‎والو پاک کړي، څو بېرته خپل ولایت ته ستانه شي.

د ارزګان په مرکز ترینکوټ او شاوخوا سیمو کې لا هم جګړه نه‌ده ختمه شوې او ویل کېږي چې امنیتي ځواکونه یوازې د ولایت د ودانۍ په شمول د ځنیو دولتي تأسیساتو ساتنه کوي او د شاوخوا سیمو څخه د وسله‎والو طالبانو په شړلو نه‎دي توانېدلي.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG