د لاسرسي لېنکونه

د ناټو، د اروپایي شورا او د اروپا د پارلمان مشران وایي، دوی د روسیې په وړاندې یوه سخت دریځ ته ژمن دي خو بیا هم له دې هېواد سره د خبرو ورنه بندوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ، د اروپایي شوا مشر ډونالډ ټوسک او د اروپایي پارلمان مشرمارټین شولز د دوشنبې په ورځ په جرمني کې په یوه غونډه کې د مسکو په وړاندې د یوې انډول شوې پالیسۍ غوښتنه وکړه.

شولز وویل، موږ نه غواړو روسیه لویدلې وبولو بلکه مسکوته باید ووایو چې موږ هغه کړه وړه چې تاسو یې کوئ غندو ځکه هغه غلط دی.

خو له دې سره-سره د خبرو ور تر هغو خلاص پرېږدو چې تاسو خبرو ته چمتو کېږي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل، له دې سره-سره چې روسیې له سړې جګړې راهیسې په پراخه کچه خپل پوځي ځواک پیاوړی کړی خو بیا هم له دې هېواد سره د رغنده اړیکو غوښتنه کوي:

"موږ لیدلي چې هغوی نوې وسلې ځای پرځای کړي دي. دوی ډېر ځواکونه ځای پرځای کړي خو اساسي اندیښنه له دې حقیقت سره تړلې ده چې دوی د خپلو ګاونډیانو پرضد له قوې څخه کارولو ته لېوالتیا ښکاره کړې. بېلګه یې د اوکراین کریمیا ده خو په ګرجستان کې یې هم دا کار کړی دی. دوی په مولداویا کې هم د دې هېواد د حکومت د غوښتنې خلاف ځواکونه لري. موږ نن یوه روسیه وینو چې لا قاطع ده، موږ یوه پیاوړې روسیه وینو یوه داسې روسیه چې لېواله ده له قوې کار واخلي."

د اروپایي شورا مشر ټوسک هم وویل چې له روسیې سره عادي اړیکې یو هدف دی خو له هغه مهال راهیسې چې په ۲۰۱۴ کال اروپایي ټولنې پر روسیې د اوکراین د کریمیا د ټاپو وزمې په خاطر چې له خپلې خاورې یې یوځای کړې، بندیزونه لګولي، هېڅ څه نه دي بدل شوي.

XS
SM
MD
LG