د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

افغان راستنېدونکو ماشومانو لپاره د درس زمینه برابره شوې


له ګاونډیو هېوادونو څخه د زرګونو افغان راستنېدونکو تر منځ ګڼ ‎شمېر ماشومان هم شامل دي چې په یو ډول نه یو ډول له زده‌کړو لیرې پاتې شوي.

د پوهنې وزارت وايي، دا زده‌کوونکي به په مؤقته توګه په ښوونځیو کې ونیسي او کورنۍ یې مکلفې دي چې په ټاکلې موده کې اسناد برابر کړي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل ازادي راډیو ته وویل، په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې ټول چارواکي مکلف ګڼل شوي چې په دې برخه کې لازم اجرأت وکړي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیرحقمل
د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیرحقمل

ښاغلي حقمل زیاته کړه:

"اکثرو والدینو به ویل چې موږ په بېړه راغلي یو او اسناد نه‌لرو. نو د دې لپاره چې د دوی ستونزه حل شوي وي د درېیو میاشتو لپاره موږ ټولو ریاستونو ته رسماً هدایت ورکړی دی چې د دوی لپاره د زده‎کړو امکانات برابر کړي. دوی هم مکلف دي چې په درېیو میاشتو کې هغه اسناد چې جدي اړتیا ورته لیدل کېږي موږ ته راوړي."

ښاغلي حقمل دا هم وویل چې که تر درېیو میاشتو پورې د زده‌کوونکو تحصیلي اسناد برابر نه‌شي نو دوی به د مجبوریت له مخې قاطع ګام واخلي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د راستنېدونکو افغانانو شمېر معلوم نه‌دی.

د ټولنیزو او کډوالو چارو کارپوه شیر محمد اعتباري بیا ټینګار کوي چې له راستنېدونکو ماشومانو باید ازموینه واخیستل شي او د درس ټول امکانات ورته برابر شي.

ښاغلي اعتباري زیاته کړه:

"د دې لپاره چې د شاګردانو یو مکمل کال ضایع نه‌شي پوهنې وزارت اوس ورته کوم فوق‌العاده خدمت نه‌شي کولای. باید په مرکز او ولایتونو کې د دې لپاره چې تعداد د راستنېدونکو زیات دی له دغو شاګردانو یوه ازموینه واخلي. خو د راتلونکو کلونو لپاره باید د دوی لپاره پوره امکانات برابر کړي، ښوونکي دې پوره کړي او کتابونه ورباندې ووېشي."

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې هره ورځ په اوسط ډول ۶۰۰۰ افغانان له ګاونډیو هېوادونو راستنېږي چې تر منځ‌یې سلګونه ماشومان هم شامل دي.

افغان ماشومانو په پاکستان او ایران کې د زده‎کړو پراخه زمینه نه‌درلوده او د رپوټونو له مخې له درسونو نه د محرومیت او بېلابېلو تبعیضي چلندونو شاهد پاتې شوي دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG