د اروپایي ټولنې یوه پلاوي په افغانستان کې د اعدام سزا پر بندولو ټینګار کړی او د افغانستان په اړه د بروکسل د وروستۍ غونډې د هغه پرېکړهلیک ستاینهیې کړې ده چې وایي، په دغه هېواد کې د اساسي قانون او په نړیواله سطح د تضمین شویو بشري حقونو عملي کول ضروري دي.
د افغانستان لپاره د هسپانیې سفیر «ایمیلو پېرېز دی اګرېدا او» هم د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي فرانس مایکل مېلېبن افغانستان کې د اعدام سزا د دوام په اړه یوه ګډه مقاله لیکلې.
د دغې ګډې مقالې نوم دی د افغان ژوند اهمیت لري، د اعدام سزا ودروئ.
په مقاله کې د بروکسل د اکټوبر د څلورمې او پنځمې نېټې کنفرانس د هغه پرېکړهلیک یادونه شوې چې په افغانستان کې د اساسي قانون خوندیتوب او عملي کېدل او په نړیواله سطح د منل شویو بشري حقونو پر اهمیت ټینګار کوي.
په مقاله کې ویل شوي چې د بشري حقونو په اړه د افغانستان او اروپایي اتحادیې تر منځ بحثونه ښیي چې افغان حکومت د خپلو خلکو بشري حقونو خوندیتوب ته په کلکه ژمن دی او درناوی یې کوي نو ځکه د لیکوال په خبره دا یو ښه دلیل دی چې د افغان دولت ستاینه وشي.
د اکټوبر لسمه د اعدام سزا پر ضد نړیواله ورځ لمانځل کېږي، خو د اروپایې اتحادیې د دغو استازو د مقالې پر اساس ۹۸ هېوادونو په بشپړ ډول د اعدام سزا لهمنځه وړې ده، ۴۲ هېوادونهیې نهعملي کوي او افغانستان د هغو ۵۸ هېوادونو په کتار کې یاد شوی چې دغه سزا یې په قانون او عمل کې ساتلې ده.
دغه استازي غواړي چې افغانستان هم باید د نړۍ له اکثریت هېوادونو سره یوځای شي او د اعدام سزا بنده کړي.
لیکوال د نړۍ هېڅ یو قضایي سیسټم له تېروتنو خالي نهبولي خو زیاتوي چې د افغانستان په څېر یوه کمزوري قضایي سیسټم کې خطر په لوړه سطح وي.
د اروپایي ټولنې د دغو استازو په خبره په نړۍ کې د بېګناه انسانانو د اعدام تجربې شته او دوی د ملګرو ملتونو هغو څرګندونو ته اشاره کوي چې وایي، د اعدام سزا د جرمونو سطح نهشي کمولای.
د لیکوال په خبره د افغانستان دولت، ځان د بشري حقونو د ارزښتونو د ترویج لپاره مکلف ګڼي او دغه مسئله په بروکسل کنفرانس کې په واضح توګه څرګنده شوه.
په مقاله کې د اعدام سزا پر خلاف د اروپایي ټولنې پر کلک دریځ ټینګار شوی دی او ویل شوي چې نهیوازې په افغانستان بلکې په نړۍ کې د دې سزا لهمنځه وړل د دوی د بشري حقونو د پالېسۍ یو لوی هدف دی.
د اعدام سزا پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت له افغان دولته غوښتل شوي چې د یوه قانوني مهلت په ترڅ کې د اعدام سزا ژر تر ژره وځنډوي.