د لاسرسي لېنکونه

د بشري حقونو د ملاتړ لپاره د واسلاو هاول کلنۍ جایزه پرون دوشنبې عراق کې د یزیدي ښځو د حقونو مدافع نادیه مراد باسي طه ته ورکړل شوه.

د اروپايي شورا د پارلماني اسمبلۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا جایزه ۶۰ زره ایرو "مادي" ارزښت لري.

نادیه مراد باسي طه پرون په سلزبورګ ښار کې په‎دې اړه غونډې ته وویل:

"که په نړۍ کې عدالت وای نن به زه له خپلې کورنۍ سره وم ، په خپل کلي کې. زه به یوه عادي ، کلیوالي نجلۍ وم، خوشاله ژوند به مې کاوو او په امنیت کې به مې خپل سبق ویل. خو زما او زما په څېر د نورو یزیدي ښځو لپاره زما په ټولنه کې عدالت نه وو. "

نادیه مراد باسي طه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د عراق له شماله د اسلامي دولت وسله والو یا داعش تښتولې او درې میاشتې یې د وینځې په توګه ساتلې وه.

هغه له داعشه تر تېښتې وروسته جرمني ته ولاړه او د ښځو د حقونو د دفاع مبارزه یې پيل کړه.

نادیه مراد باسي طه چې د عراق له یزیدیانو ده، په نړیواله کچه دا مسئله راپورته کړه چې د داعش وسله‎وال څرنګه د عراق دې مذهبي لږکۍ ښځې تښتوي، تیري ورباندي کوي او د وینځو په توګه کار ورڅخه اخلي.

XS
SM
MD
LG