د لاسرسي لېنکونه

اسلامي دولت ډلې یا داعش د خپل تبلیغاتي مشر مړینه تائید کړې ده.

له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت ویلي و چې د داعش د تبلیغاتو مسؤل عادل حسن سلمان الفیاض چې په ابومحمد الفرقان مشهور و، د سېپټمبر په اوومه نېټه د سوریې په رقا ښار کې د امریکا د پوځ په هوايي حمله کې وژل شوی دی.

داعش ډلې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې الفرقان شهید شوی او دا ډله یې درناوی کوي خو په بیان کې نه دي ویل شوي چې نوموړی کله، چېرته او څنګه مړ شوی دی.

پنټاګون ویلي دي چې الفرقان د داعش د عالي شورا جګپوړی غړی او د اطلاعاتو وزیر چې د دې ډلې پر تبلیغاتو به یې څارنه کوله.

پنټاګن وايي، هغه هوايي حمله چې الفرقان په کې ووژل شو، په رقا ښار کې چې په سوریه کې د داعش ډلې رسمي مرکز ګڼل کېږي، په داسې حال کې وشوه چې نوموړی له کوره بهر پر موټر سایکل سپور و.


XS
SM
MD
LG