د لاسرسي لېنکونه

پروان کې چارواکي د ممکنو وسله‎والوحملو د مخنیوي لپاره په لوړه کچه تیاري نیسي.

د پروان د والي ویاند عبدالوحید صدیقي پرون [دوشنبه] خبریالانو ته وویل چې په‎دې ولایت کې ټولو امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې چې د وسله والو د حملو د مخینوي لپاره تیار شي.

صدیقي زیاته کړه:

"د پروان په نهو ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې چې په جدیت د دښمن له لوري د ممکنو حملو د مخنیوي لپاره تیار وی او که دښمن حمله کوي، باید ځواب ورکړل شي."

هلته د ازادي راډیو خبریال وایي، د پروان زیات اوسیدونکي د امنیتي تدابیرو په شدته خوشاله دی.

XS
SM
MD
LG