د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

اسفندیار: د امن افغانستان پرته د امن پاکستان تصور لېونتوب دی


د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د افغانستان او پاکستان امن له یو بل سره تړلي بولي او ټینګار کوي چې د با امنه افغانستان بغیر د با امنه پاکستان او د باامنه او مترقي پاکستان پرته د باامنه او مترقي افغانستان تصور لېونتوب دی.

ښاغلي ولي همداراز د افغانستان او پاکستان تر منځ اوسني تعلقات د اندېښنې وړ بللي او د دواړو هېوادونو پر مشرانو یې غږ کړی چې رامنځته شوې غلط فهمۍ دې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.

اسفندیار ولي خان دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا د سوات په شاه ډېرۍ کبل سیمه کې هغه ولسي غونډې ته کړي چې د پاکستان او چین اقتصادي راهدارۍ کې د پښتني سیمو له پامه غورځولو پر ضد جوړه شوې وه.

د عوامي نېشنل ګوند مشر سوات کې د چین، پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې د پښتني سیمو له پامه غورځولو په لړ کې سوات کې دا ولسي غونډه تر هغې وروسته کړې چې یاد ګوند تېره میاشت اعلان وکړ چې اقتصادي راهدارۍ کې د پښتنو سیمو له پامه غورځولو لپاره به په ټول پاکستان کې احتجاجونه کوي.

که څه هم دغه ولسي غونډه د همدې لپاره جوړه شوې وه، خو ښاغلي اسفندیار ولي خان په‎کې د افغانستان او پاکستان تعلقاتو په اړه هم وینا وکړه، د دواړو هېوادونو تر منځ اوسني تعلقات‌يې د اندېښنې وړ وبلل.

نوموړی په دې اړه وايي:

"دویمه خبره چې هغې ډېر اندېښمن کړي یو، هغه د افغانستان او پاکستان د تعلقاتو ده. زه خو له څو کالو نه بیا بیا دا چیغې وهم چې د باامنه افغانستان نه بغیر د باامنه پاکستان تصور لېونتوب دی. زه خو له ډېرې مودې نه چیغې وهم چې د مترقي افغانستان نه بغیر د مترقي پاکستان تصور ناممکن دی او دا هم ورسه وایم چې د باامنه پاکستان نه بغیر ناامنه افغانستان هم نه‎شي جوړېدلای. دواړه ریاسته دې کېني، يو څو غلط فهمۍ دي د دوی تر منځ، هغه دې لیرې کړي."

ښاغلي ولي د افغانستان او پاکستان د تعلقاتو په اړه په داسې وخت کې اندېښنه ښودلې چې د دواړو هېوادونو تر منځ په دې وروستیو کې خپلمنځي تعلقات یو څه کړکېچن شوي دي.

د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې تر هغې وروسته ترینګلې شوې چې ترهګرو په افغانستان کې ترهګریز بریدونه ډېر کړل چې په ترڅ کې یې افغان حکومت تور ولګاوه چې ترهګر د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کاروي او له پاکستانه‌يې وغوښتل چې پر خپله خاوره دې د ترهګرو پر ضد د"ښو" او "بدو" له توپیر پرته عملیات وکړي.

خو پاکستان بیا د افغان حکومت تورونه ردوي او وايي چې په پوځي عملیاتو کې يې له توپیر پرته ټول ترهګر ځپلي او همداراز ټینګار کوي چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه‌کړي چې خاوره‌يې د ګاونډیو هېوادونو پر خلاف وکاروي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG