د روسیې او ترکیې ولسمشرانو پرون دوشنبه د " ترک سټریم" ګاز نللیکې موافقه لاسلیک کړه.
د دې پروژې د قرارداد لاسلیک د روسیې او ترکیې تر منځ د لانجې له امله ځنډېدلی و.
تېر کال، نوومبر میاشت د ترکیې هوايي ځواکونو په خپل هوايي حریم کې د روسیې یوه الوتکه وویشته چې له املهیې د دواړو هېوادونو سیاسي روابط خراب شول.
"ترک سټریم" نللیکه به د روسیې طبیعي ګاز د ترکیې له لارې، اروپا ته ورسوي.
دا موافقه په ترکیه کې د انرژۍ د نړیوالې غونډې په څنډه کې چې د نېږدې ۸۲ هېوادونو استازو ګډون پهکې کړی و، د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ لاسلیک شوه.
د موافقې تر لاسلیک مخکې ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان سره وکتل او پر دوه اړخیزو مهمو مسئلو یې خبرې وکړې.
ولسمشر پوتین ویلي چې دواړو د سوریې حلب ښار ته چې له ډېرې مودې راهیسې محاصره دی، د بشري مرستو پر اهمیت هم خبرې کړې دي.
ولادیمیر پوتین وویل:
"د دوه اړخیزو اړیکو په ارتباط او پر هغو مسائلو چې د دواړو هېوادونو لپاره ډېر مهم دي، له محتوا ډکې خبرې وکړې. موږ موافقه وکړه چې د اړیکو د عادي کولو لپاره ضروري اقدام وکړو. زه همداراز غواړم چې دې ټکي ته ستاسو پام راواړوم چې د روسیې فدراسیون پرېکړه کړې چې د ترکیې ځیني موادو ته خپل مارکېټونه پرانیزي. دا پرېکړه په ځانګړي دول د کرنیزو موادو او مېوې په اړه شوې ده."
د روېټرز خبري اژانس په حواله د ترکیې ولسمشر هم تائید کړه چې له پوتین سرهیې د سوریې پر وضعیت او نورو مهمو مسئلو ځانګړې خبرې کړي چې د دواړو هېوادونو د روابطو عادي کول هم پهکې شاملېږي.
اردوغان ټینګار کړی چې له مسکو سره د اړیکو د عادي کولو هڅې به هم چټکې کړي.
رجب طیب اردوغان زیاته کړه:
"زه ډاډ لرم چې د ترکیې او روسیې د اړیکو د عادي کولو بهیر به په چټکۍ او مؤثر ډول، جاري وي."
مسکو په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي.
د روسیې حکومت له ډېرې مودې راهیسې، د سوریې په حلب ښار کې د بشارالاسد رژیم د ځواکونو په ملاتړ بمبارد کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین همداراز ویلي چې حکومتیې د تېلو د تولید له کمولو سره موافق دی او د تېلو د نرخ د لوړولو لپاره د تېلو نړیوال سازمان "اوپک" د پلان ملاتړ کوي.