د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

حقمل: د راستېدونکو کډوالو ماشومانو ته د درس زمینه برابره شوې


د پوهنې وزارت وايي د افغان راستنېدونکو ماشومانو لپاره یې د درس زمینه برابره کړې ده.

له ګاونډیو هېوادونو څخه د زرګونو افغان راستنېدونکو تر منځ سلګونه ماشومان هم شامل دي چې په یو ډول نه یو ډول له زده کړو لرې پاتې شوي.

د پوهنې وزارت وايي، دا زده کوونکي به په موقته توګه په ښوونځیو کې ونیسي او کورنۍ یې مکلفې دي چې په ټاکلې موده کې اسناد برابر کړي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیرحقمل ازادي راډیو ته وویل په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې ټول چارواکي مکلف ګڼل شوي چې په دې برخه کې لازم اجراات وکړي.

هغه زیاته کړه:

کبیر حقمل
کبیر حقمل

"اکثرو والدینو به ویل چې موږ په بېړه راغلي یو او اسناد نه لرو، نو د دې لپاره چې د دوی ستونزه حل شوي وي د دریو میاشتو لپاره موږ ټولو ریاستونو ته رسماً هدایت ورکړی دی چې د دوی لپاره د زده کړو امکانات برابر کړي، دوی هم مکلف دي چې په دریو میاشتو کې هغه اسناد چې جدي اړتیا ورته لیدل کیږي موږ ته راوړي."

ښاغلي حقمل دا هم وویل چې که تر دریو میاشتو پورې د زده کوونکو تحصیلي اسناد برابر نه شي نو دوی به د مجبوریت له مخې قاطع ګام واخلي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي د دې لپاره چې د راستنېدونکو افغانانو شمېر معلوم نه دی ټول زده کوونکي به له هغو امکاناتو برخمن وي چې د پوهنې وزارت په وس کې دي.

د ټولنیزو او کډوالو چارو کارپوه شېر محمد اعتباري بیا ټینګار کوي چې له راستنېدونکو ماشومانو باید ازموینه واخیستل شي او د درس ټول امکانات ورته برابر شي.

هغه زیاته کړه:

"د دې لپاره چې د شاګردانو یو مکمل کال ضایع نه شي پوهنې وزارت اوس ورته کوم فوق العاده خدمت نه شي کولای، باید په مرکز او ولایتونو کې د دې لپاره چې تعداد د راستنېدونکو زیات دی له دغو شاګردانو یو ازموینه واخلي، خو د راتلونکو کلونو لپاره باید د دوی لپاره پوره امکانات برابر کړي، ښوونکي دې پوره کړي او کتابونه ورباندې وویشي."

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې هره ورځ په اوسط ډول ۶۰۰۰ افغانان له ګاونډیو هېوادونو راستنیږي چې تر منځ یې سلګونه ماشومان هم شامل دي.

افغان ماشومانو په پاکستان او ایران کې د زده کړو پراخه زمینه نه درلوده او هر یو یې له درسونو نه د محرومیت او بیلابیلو تبعیضي چلندونو لسګونه کیسې لري.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG