د لاسرسي لېنکونه

اوکرایني چارواکي وايي د دې هېواد یو تبعه چې د روسيې دایمي اقامت لري، روسيې ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.

د اوکراین امنیتي ادارې ویلي نیول شوي کس چې هویت يې نه دی په ډاه شوې، د اوکراین د پوځي یو شمېر افسرانو ته د حساسو معلوماتو په بدل کې د روسي تابیعت او پیسو پیشنهاد کړی دی.

روسيي د روانې اکتوبر میاشت په اوومه نېټه یو اوکراینی خبریال رومان سوسچینکو چې په تیره سېپټمبر میاشت کې نیول شوې و، په رسمي توګه اوکراین ته په جاسوسۍ تورن کړ.

په همدې حال کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هېواد يې د پخواني شوروي اتحاد له جمهوریتونو جوړې د مشترکو ګټو له ټولنې یا کامن ویلټ څخه په وتلو غور کوي.

XS
SM
MD
LG