د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

د ټرمپ او کلېنټن مناظره کې پر لفظي حملو سربېره نور څه وو؟


د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند کانديدې هيلري کلېنټن او د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ تر منځ دوهمه مناظره د اکتوبر په نهمه نېټه ترسره شوه، په سنټ لويس کې سره مخامخ شول.

په دې مناظره کې دوی د یو بل پر کرکټر او کړنو لفظي حملې وکړې او د امریکا د کورنیو او بهرنیو مسائلو په اړه يې خپل پلانونه ياد کړل.

دا مناظره دوه ورځې وروسته له هغې وشوه چې د ډونالډ ټرمپ يوه ويډيو افشا شوه چې د ښځو په اړه يې په‎کې ناسمې خبرې کړې وې.

له دې ويډيو وروسته په جمهوري غوښتونکي ګوند کې بحران رامنځته شو او مشهورو حقوق‎پوهانو او د دې ګوند واليانو په علني توګه وويل چې ډونالډ ټرمپ ته به رايې نه ورکوي.

ډونالډ ټرمپ دا ويډيو ډېره معمولي او غيرمهمه بللې ده.

خو د ډیموکراټ ګوند کانديدې هيلري کلېنټن دې ويډيو ته په اشاره ويلي چې دا یو بل ثبوت دی چې ډونالډ ټرمپ سپينې ماڼۍ ته سم کس نه دی.

د امریکا د انتخاباتو پر سيسټم د روسي هکرانو د حملو په اړه هم خبرې وشوې.

هيلري کلېنټن وويل چې په دې وروستيو کې د امریکا استخباراتي ادارې ويلي چې په دغو حملو کې د روسيې حکومت او کريملن، يعنې پوتين لاس وو.

د ډیموکراټ ګوند کانديدې هيلري کلېنټن
د ډیموکراټ ګوند کانديدې هيلري کلېنټن

هيلري کلېنټن په دې اړه وويل:

"ما د روسيې پر وړاندې مقاومت وکړ، د پوتين او نورو پر وړاندې ودرېدم. زه فکر کوم چې هرکله له روسيې سره همکاري کولای شو، سمه ده او دا کار ما هغه مهال هم کړی چې د بهرنیو چارو وزيره وم. خو زه د سوريانو او روسانو له‎خوا د جنګي جرایمو په اړه د پلټنو ملاتړ کوم او هڅه کوم هغوی ځواب ويلو ته راکش کړم."

د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد ډونالډ ټرمپ وويل، دی د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتین سره نه پېژني، خو کولای شي له روسيې سره په ګډه د اسلامي دولت ډلې پرضد مبارزه وکړي او که له روسانو سره په همکارۍ دا کار وشي، لوی کار به وي.

د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد ډونالډ ټرمپ

ډونالډ ټرمپ د سوريې بحران او په دې بحران کې د بشارالاسد او روسيې رول ته په اشاره وويل:

"زما بشار الاسد هېڅ نه خوښېږي خو اسد د داعش پر ضد دی او وژني يې، روسيه د داعش غړي وژني او ايران د داعش غړي وژني او اوس زموږ د ضعيف بهرني سياست له لاسه، دا درې هېوادونه په يوه صف کې ولاړ دي."

امریکا ته د کډوالو سره اړوندو مسائلو، د هيلري کلېنټن د شخصي ايمېلونو په اړه، د کانديدانو يو بل ته د درناوي ټکي نور اړخونه وو چې په دې مناظره کې خبرې پرې وشوې.

XS
SM
MD
LG